د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۷:۱۵
5U2A1740

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل. په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه او په تهران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني هم حضور درلود. د دغه لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په مختلفو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې دواړه هېوادونه باید د اړیکو د لا پياوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي. محترم ملا صاحب وویل، سږ کال د الله تعالی په فضل سره پرېمانه اورښتونه وشول، چې په پایله کې یې له څو کلنې وچکالۍ وروسته نیمروز ولایت او د هغه هېواد سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې په خبره یې، دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي. دغه راز محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ترانزیټ په برخه کې د لا نورو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره اساسي ګام یاد کړ. محترم ملا صاحب وویل، ایران ته زموږ د سفر په تعقیب اوسمهال د دواړو لورو تخنیکي کمېټې په ګډه کار کوي، چې په مختلفو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري. په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو یادونه وکړه او له ایراني لوري یې وغوښتل څو له دغه هېواد څخه په جبري ډول افغان کډوال را ونه باسي او په دغه برخه کې د دواړو لورو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۱۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ملګرو ملتونو د ادارو له مسوولینو سره وکتل

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور مياشتې په ۲۸مه نېټه د بغلان ولايت په مقام کې په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۵۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې او نهرین ولسوالیو له سېلاب‌ځپلو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د برکې او نهرین ولسوالیو له سیلاب‌ځپلو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۸ - ۱۱:۴۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې ولسوالۍ له علماوو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د یادې ولسوالۍ له علماوو. . .

BACK TO NEWS