د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د جلال آباد له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۶:۲۷
5U2A7513

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۲۷مه نېټه په جلال آباد ښار کې د ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب له یاد روغتون څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې اړوند ادارو ته به د دغه روغتون د پاتې چارو بشپړولو لارښوونه وکړي، څو یې پاتې کارونه په وخت تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ۱۰۰۰ بستریز روغتون ۷۰ سلنه چارې ترسره شوې او د پاتې هغو په بشپړېدو سره به یې د ختیځ زون ولسونو روغتیایي ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۵۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې او نهرین ولسوالیو له سېلاب‌ځپلو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د برکې او نهرین ولسوالیو له سیلاب‌ځپلو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۸ - ۱۱:۴۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې ولسوالۍ له علماوو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د یادې ولسوالۍ له علماوو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر هېواد د بشري مرستو له مسوول سره وکتل

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۶مه نېټه د قطر هېواد د بشري مرستو له  مسوول مشعل الهاجري سره د بغلان ولايت په برکه. . .

BACK TO NEWS