اقتصادي کمېسیون د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه منظوره کړه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۷:۴۳
5U2A8469

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب، د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هراړخیز بحث وروسته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبولو طرحه منظوره شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پر دې پروژه شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي. د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه هم بحث وشو. ددې طرحې له هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت پالیسي جوړوونکی دی، د پروژو سروې، ډیزاین او نظارت به دغه وزارت ترسره کوي او تطبیق یې بیا د اړوندو وزارتونو او ادارو مسوولیت دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۱۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ملګرو ملتونو د ادارو له مسوولینو سره وکتل

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ثور مياشتې په ۲۸مه نېټه د بغلان ولايت په مقام کې په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۵۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې او نهرین ولسوالیو له سېلاب‌ځپلو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د برکې او نهرین ولسوالیو له سیلاب‌ځپلو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۸ - ۱۱:۴۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې ولسوالۍ له علماوو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۷مه نېټه د یادې ولسوالۍ له علماوو. . .

BACK TO NEWS