محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کندوز ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۲۰:۳۳
5U2A5353

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ کندوز ولایت ته سفر وکړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مسوولینو سره وکتل او هغوى ته یې د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه سفر پر مهال د کندوز ولایتي مسوولینو په ملتیا د کندوز سپین زر دولتي شرکت څخه هم لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب د یاد شرکت فعاليت با ارزښته ياد کړ، د مسوولینو له ترسره شوو هڅو يې ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.  د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره کندوز سپين زر دولتي شرکت په عصري تجهیزاتو سمبال شوی او د خامو موادو په برابرولو سره یې اقتصادي څرخ په حرکت راغلى دى، چې سلګونو‍‍‍‍‍ کسانو‍ ته پکې کاري زمينه هم برابره شوې ده. اوس‌مهال یاد شرکت د مالوچ، نباتي غوړیو، کنجاړې، د ځان او کالیو مینځلو صابون، کاغذي دستمالونو، موسمي یخ او په مختلفو اندازو د پلاستیکي بوتلونو د جوړولو په برخه کې تولیدات لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۱مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه. د دغه ليدنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۲۰
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یوشمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۵
Background image

د لته بند له لارې د کابل - سروبي سړک پاتې چارې بشپړېږي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۴مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - سروبي «لته بند» سړک څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې له. . .

BACK TO NEWS