د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د مصر، سوډان او فلسطین د مخکښو علما‌‌ءکرامو له پلاوي سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۵:۲۸
5U2A1477

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د مصر، سوډان او فلسطین د مخکښو علما‌‌ءکرامو له پلاوي سره وکتل. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محترم ملا خیرالله خیرخواه او د استخباراتو لوی رئيس محترم ملا عبدالحق وثیق هم حضور درلود، د علما‌‌ء‌کرامو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: موږ له تاسو مننه کوو چې تاسو افغانستان ته راغلي یاست او د افغانانو له حالت مو ځان خبر کړ، یقیناً چې د نړۍ مسلمانانو په ځانګړي ډول علما‌‌ءکرامو له خپلو افغان وروڼو سره هر وخت همدردي کړې او موږ مو منندوی یو .ورپسې د علماء‌کرامو د پلاوي مشر شیخ دوکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د امریکا او ناټو پر وړاندې جهاد حیرانوونکې حماسه یاده کړه او د دې لویې حماسې مبارکي یې افغان ملت ته ورکړه. هغوی دغه بریا نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټول اسلامي امت لپاره ویاړ وباله .پلاوي د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ صاحب هِبة‌الله اخوندزاده حفظه‌الله له لوري د عمومي عفوې اعلان، د نړۍ په تاریخ کې بې سارې بېلګه او د مکې فتحې عمومي عفوې ته یې ورته، ګټوره او د ستاینې وړ یاده کړه .په پای کې محترم ملا صاحب د یادو علما‌ءکرامو له راتګ او معنوي ملاتړ څخه د مننې تر څنګ په خپلو خبرو کې وویل چې په نړۍ کې د افغانستان د حقیقي وضعیت درسته ترجماني نه ده شوې او متأسفانه غربي رسنۍ هر څه ته منفي بڼه ورکوي، تاسو خپلو ولسونو او د نړۍ مسلمانانو ته د افغانستان د اوسني وضعیت، نظام او افغان ولس واقعي ترجماني وکړئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۹:۹
Background image

افغانستان او قزاقستان د اوسپنې پټلۍ د نوې شبکې پر غځولو خبرې وکړې

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال محترم سریک ژومانګارین سره د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي میاشتې په پنځمه نېټه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۲۴
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.  د ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۴۶
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په ارزګان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو سره. . .

BACK TO NEWS