په بادغیس کې د زلزلې له امله د زیانمنو شویو هیوادوالو په اړه د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال د خواشینۍ پيغام

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۰:۸
Message

نېټه: د 2022 کال د جنوري 18مه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء لومړی مرستیال د بادغیس ولایت د قادس په ولسوالۍ کې د زلزلې له امله هیوادوالو ته د اوښتو زیانونو له امله ژوره خواشیني څرګندوي؛ شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې جمیل صبر او زخمیانو ته له الله تعالی څخه عاجله شفاء غواړي. د ریاست‌الوزراء لومړی مرستیال چې طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون مشري هم پر غاړه لري، ټولو اړوندو ادارو ته په هماغه لحظه امر کړی چې د پېښې ځای ته په عاجله توګه ځان ورسوي؛ ټول شته امکانات په کار واچوي؛ د متضرر شویو هیوادوالو ژوند وژغوري او هر ډول لازمه مرسته ورسره وکړي.