په کابل، بلخ او کندوز ولایتونو کې د وروستیو چاودنو په اړه د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال پيغام

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۵:۹
Message

نېټه: د 2022 کال د اپریل 23مه

د ریاستالوزراء لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په وروستیو ورځو کې په کابل، بلخ او کندوز کې پر ملکي خلکو چاودنې په کلکو ټکو غندي. نوموړی دغه جنایتونه د هغو ترهګرو کړیو کار ګڼي، چې زموږ په ټولنه پورې هېڅ ډ‌ول تړاو نه لري.

د ریاستالوزرا‌ء لومړی مرستیال ملت ته ډاډ ورکوي، چې د دغو پېښو  عاملین به نیول کیږي او د خپلو شومو اعمالو سزا به ویني، چې په همدې سلسله کې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې د مزار شریف د برید طراح  ونیوه او د قانون منګولو ته یې وسپاره.

ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د افغانستان د دښمنانو په مقابل کې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره لازمه همکاري وکړي او پرېنږدي چې له څلورو لسیزو  وروسته د ثبات او سرتاسري امنیت په لاس راغلی فرصت اخلال کړي.

په آخر کې د ریاست الوزراء لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډگيرنې مراتب د دغو زړه بوږنوونکو پېښو د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له درباره شهیدانو ته جنت‌الفردوس او ټپیانو ته عاجله شفاء غواړي.