افغانستان او قزاقستان د اوسپنې پټلۍ د نوې شبکې پر غځولو خبرې وکړې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۹:۹
5U2A1842

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال محترم سریک ژومانګارین سره د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي میاشتې په پنځمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.  په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته اوسپنې پټلۍ نوې شبکې غځولو او ترانزیټي مسایلو په اړه خبرې وشوې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او قزاقستان اړیکو ته په اشارې سره وویل، واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د دې فرصت رامنځته شو، چې د دواړو لورو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا ټینګې او پياوړې شي. محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل، افغان – ټرانس پروژه کې د پانګونې لپاره د دغه هېواد لېوالتیا او همدارنګه له هغو تحریم شوو ګروپونو څخه د اسلامي امارت ایستل چې دغه هېواد په خپله خاوره کې پرې بندیز لګولی و؛ مهم او اساسي ګامونه یاد کړل. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان تازه له اشغال او جګړو راوتلی، د پرمختګ پر لور یې لومړني ګامونه پورته او د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره یې پراخ بنسټونه رامنځته کړي؛ خو سره له دې هم د کرنې، روغتیا، زېربنا او یو شمېر نورو برخو کې ځینې ستونزې شته، چې په دغو برخو کې د قزاقستان د همکاریو او ګډ کار غوښتنه کوي. محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو د سوداګرو بانکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د هوکړه لیک پر لاسلیک، د افغان – قزاق ګډو کمپنیو پر جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د وېزو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. ورپسې د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال محترم سریک ژومانګارین واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره په افغانستان کې د شوو پرمختګونو ستاینه وکړه او ویې ویل، دوی د باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره له اسلامي امارت سره یوځای کار کوي. نوموړي د افغان – ټرانس پروژه کې له شوو پرمختګونو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، که چېرې د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ نوې شبکه وغځول شي دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي او وبه کولای شي، چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې سویلي آسیا او افغانستان به د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپا سره ونښلوي. نوموړي وویل، د قزاقستان حکومت په نظر کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د تجارت او کار ګډ ګروپ رامنځته کړي. د ښاغلي ژومانګارین په خبره، قزاقستان چمتو دی چې د افغانستان په کانونو کې د قزاقي پانګوالو پر پانګونې سربېره له افغانستان سره د برېښنايي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده کړو، پوهنې، روغتیا او بانکي سکټورونو کې هم همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۷:۵۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنیزو محصولاتو په دېرشم پسرلني نندارتون کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنیزو محصولاتو په دېرشم پسرلني نندارتون کې ګډون وکړ. دغه نندارتون چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۲مه نېټه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۱:۲۰
Background image

د لمریزې او بادي برېښنا د تولید، سوداګریزو مرکزونو او کرنیزو کمپلېکسونو د جوړولو طرحو په اړه بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د لمریزې او بادي برېښنا د تولید، سوداګریزو مرکزونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۷:۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات – غور سړک د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه د هرات – غور سړک د جوړولو چارو د پيل پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د. . .

BACK TO NEWS