ولې اسلامي امارت له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستلو ته بېړه نه لري؟
زاهد خلیلي
نږدې دوه میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او ترانزیټ په بشپړ ډول درېدلي او په ډیورنډ کرښه پرتې ټول سوداګریزې لارې تړلې دي.
پاکستان د افغانستان په اسلامي امارت باندې تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ملاتړ کوي. هغه ډله چې په وروستیو میاشتو کې یې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي. خو اسلامي امارت دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي چې دوی د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه یې د پاکستاني طالبانو غړو ته پناه ورکړې. اسلامي امارت زیاتوي چې دوی د "متقابل امنیت" پر اصل باور لري او ورته ژمن دي.
د پاکستاني طالبانو موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ په یوې حساسې او لانجمنې قضیې بدله شوې، چې په تېرو څو میاشتو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا نوره هم پراخه کړې ده. دغه تاوتریخوالي د دواړو لورو د چارواکو ترمنځ د توندو بیانونو لړۍ زیاته کړې ده.
د دواړو هېوادونو د تجارتي لارو تړل کېدو له امله زرګونه مسافر او د سوداګرۍ او ترانزیټ موټر په دواړو غاړو کې بند پاتې دي، خو د پاکستاني طالبانو وروستي بریدونه او په قطر، ترکیې او سعودي عربستان کې بې نتیجې خبرې اترې څرګندوي چې د دواړو حکومتونو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي. پاکستان ټینګار کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د بریدونو له پاره کاروي، خو اسلامي امارت دغه ادعا ردوي او وایي چې د پاکستاني طالبانو موضوع د پاکستان داخلي ستونزه ده. دغه اختلاف د بې باورۍ زیاتېدو، د خبرو اترو د پرې کېدو او د لارو د پرانیستو د ځنډ لامل شوی دی. سربېره پر دې، داسې ښکاري چې د اسلامي امارت په نږدې راتلونکي کې د لارو پرانیستو له پاره بیړه نه لري.
د دې څو مهم دلیلونه شته چې ولې تر اوسه اسلامي امارت له پاکستان سره د لارو په بیا پرانیستو سمدستي هوکړه نه کوي.
لومړی: د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ټینګار کړی چې د لارو د بیا پرانیستو لپاره باید قوي تضمینونه ورکړل شي. هغه په یوې خبري ناسته کې، چې د حکومت لوړپوړي مسوولین او ګڼ شمېر افغان سوداګر پکې حاضر وو، وویل: که پاکستان غواړي له افغانستان سره لارې بیا پرانیزي، نو باید داسې قوي تضمینونه ورکړي چې دغه لارې به بیا هېڅکله د هېڅ ډول پلمې لاندې نه تړل کېږي.
پاکستان تېره اوونۍ وویل چې غواړي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له پاره له افغانستان سره لارې پرانیزي، خو د دې راپورونو سمدستي وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل کېږي چې پاکستان قوي اطمئنان ورکړي، چې دا لارې به بیا د سیاسي فشار، غیر قانوني استفادې او د خلکو د ځورولو له پاره نه تړل کېږي.
دویم: په افغانستان کې عمومي نظر دا دی چې پاکستان د افغانستان د مېوو (انارو، انګورو او مڼو) په موسم کې د بېلابېلو پلمو له مخې لارې تړي، څو د افغانستان محصولات د پاکستان او نړیوالو بازارونو ته ونه رسېږي. دغه کار افغان بزګرانو او سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اړوي. د پاکستان له لوري د لارو تړل نوی کار نه دی. دا موضوع د اسلامي امارت او مخکني افغان حکومت په دوران کې څو څو ځله تکرار شوې ده.
اوس داسې ښکاري چې اسلامي امارت هم تر کورني فشار لاندې دی او نه غواړي داسې مهال لارې پرانیزي چې د افغانستان د مېوو فصل پای ته رسېدلی او د پاکستان د حاصلاتو موسم — په ځانګړي ډول د کچالو او مالټو (کینو) فصل — پیل شوی وي، ځکه افغانستان د پاکستان د کرنیزو محصولاتو مهم بازار ګڼل کېږي.
د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کچالو صادر کړي وو چې ۴۱ سلنه یې افغانستان ته صادر کړي وو. همداراز، په ۲۰۲۴ کال کې هم ۴۲ سلنه پاکستانی کچالو افغانستان ته صادر شوي دي. دا شمېرې ښيي چې افغانستان د پاکستان د کچالو له پاره یو ستر بازار دی او د اوسنیو لارو تړل د پاکستاني بزګرانو او سوداګرو له پاره ستونزې رامنځته کړې دي.
نو څنګه چې د افغانستان انارو سوداګرو په تېرو میاشتو کې زیانونه ولیدل، اسلامي امارت داسې ګام نه شي اخیستلی چې د افغانستان د خلکو عمومي احساساتو سره ټکر ولري او له زیان نه د پاکستان د ساتلو له پاره به د لارو په پرانیستوکې بیړه ونه کړي.
درېیم: افغانستان اوس د خپلو صادراتو له پاره څو بدیلې لارې پیدا کړې دي. د افغانستان محصولات دا مهال د ایران د چابهار بندر او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې ګڼو نړیوالو بازارونو ته رسېږي. په وروستیو ورځو کې د دغو لارو له لارې صادرات زیات شوي او د افغان بزګرانو او سوداګرو زیانونه هغه ډول نه دي، چې په پیل کې یې اټکل کېده.
دغه پرمختګ تر ډېره ګاونډيو او د سیمې هېوادونو ته د سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی او نورو امارتي مسوولینو سفرونو پورې اړه لري، چې د سوداګرۍ اړیکې یې پیاوړې کړې دي. له همدې امله، افغان بزګران او سوداګر اوس ډېر هیله من دي او تمه لري چې پر پاکستان به خپله بشپړه اقتصادي تکیه کمه کړي.
د پاکستان په اړه د اسلامي امارت وروستی دریځ او د عادي افغانانو عمومي احساساتو ته په کتو داسې نتیجې ته رسېدلای شو چې اسلامي امارت له پاکستان سره د لارو د بیا پرانیستلو په اړه بېړه نه لري. داسې نه ښکاري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به لارې ژر پرانیستل شي او سوداګري به عادي حالت ته راستنه شي. احتمال شته چې اسلامي امارت به د پاکستان پر ځای بدیلو سوداګریزو لارو ته لومړیتوب ورکړي او هڅې به لا زیاتې کړي څو افغانستان په بشپړ ډول د پاکستان له اقتصادي تکیې څخه ازاد کړي.