د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۹:۱۷
5U2A6997

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د ټاکل شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.   د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره دې له هرات څخه تر تورغونډۍ او اندخوی څخه تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ شبکو کارونه بشپړ کړي او یادې ادارې ته دنده وسپارل شوه تر څو له هرات څخه د کندهار تر سپین بولدک پورې د اوسپنې پټلۍ غځولو هر اړخیز پلان چمتو او له وړاندیزونو سره یې د اقتصادي معاونیت مقام ته وړاندې کړي. د اقتصادي کمېسیون د ګډونوالو په وینا؛ د یادو شبکو په بشپړېدو سره به د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه زیاته او په دې برخه کې به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. په دغه ناسته کې له فتحې مخکې پر دولتي ادارو د قراردادي شرکتونو د پاتې تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د لس سلنې د ورکړې په اړه د مالیې وزارت له لورې د تثبیت اړوند کړنې تأیید شوې. د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې د ټاپ پروژې سکرتریت جوړېدل منظور او د تشکیل په موخه د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون ته راجع شو. د ټاپ پروژې سکرتریت د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ له اړوندو سکټوري وزارتونو څخه جوړ دی، چې د یادې پروژې تخنیکي او حقوقي چارې به پر مخ بیايي.   په دغه غونډه کې د افغانستان علومو اکاډمۍ له لوري د چرګانو د ذبحې په موخه جوړ شوی لارښود د خوړو او درملو ملي ادارې د وړاندېزونو په نظر کې نیولو سره تایید شو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مکلف وبلل شو څو یاد لارښود په جدیت سره تطبیق کړي.  د غونډې په پای کې تر هراړخیزې ارزونې وروسته افغان پُست شرکت ته په ترانزیټي وسایطو کې د GPS نصبولو قرارداد ورکړل شو او دغه شرکت مکلف وبلل شو څو د یوې میاشتې په جریان کې د یادې موضوع په اړه خپل راپور له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي. د یادونې وړ ده چې د دغه قرارداد له مخې افغان پُست شرکت پر هر ترانزیټي موټر د ۴۱ ډالرو فیس په مقابل کې GPS نصبوي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۱مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه. د دغه ليدنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۲۰
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یوشمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۵
Background image

د لته بند له لارې د کابل - سروبي سړک پاتې چارې بشپړېږي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۴مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - سروبي «لته بند» سړک څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې له. . .

BACK TO NEWS