د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۲۰:۵۱
5U2A6419

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د روان لمریز کال د جدې میاشتې په درېیمه نېټه د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د ټاکل شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته د MCC چینايي شرکت له لوري د مس عینک کان د انکشاف او همدارنګه د پروژې د ژر پيل لپاره د ځمکې لاندې کان کیندنې په مېتود نوې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې تر مفصل او هراړخیز بحث وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ بین‌الوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د وړاندې شوې طرحې په اړه له قراردادي شرکت سره تخنیکي ناستې ترسره او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. په یاده غونډه کې همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د قشقري نفتي او ګازي بلاک د قرارداد وضعیت څېړلو راپور هم وړاندې شو. وړاندې شوی راپور له ارزونې وروسته تایید او د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ بین‌الوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو په هېواد کې د مازوت نفتو د تصفیې خونې جوړولو په برخه کې پانګوال جذب او په ټولو معیارونو برابره تصفیه خونه جوړه کړي. د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې د بدخشان ولایت له بهارک څخه تر اشکاشم ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د پاتې ۲۰ سلنه چارو د بشپړولو لپاره د مالي سرچینې پيدا کولو موضوع هم د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه څو د ټولګټو وزارت د یادې پروژې د تولو تخنیکي او مالي اړخونو ارزونه ترسره او خپل راپور دې د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي. دغه سړک ۱۵۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۸۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي. په یاده غونډه کې همدا راز د نفت او ګازو دولتي شرکت، نورم او سټنډرډ ملي ادارې او ملي تدارکاتو ریاست له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د دولتي ادارو د تېلو د هغو قراردادونو په هکله چې اټکلي قیمت یې تر ۲۰ میلیونو افغانیو زیات وي، په دې اړه ګډې تخنیکي ناستې ترسره او خپل راپور د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي. د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو  په تړاو د مشرقي ولایتونو د ولسونو غوښتنې هم د بحث لپاره وړاندې شوې. تر مفصل بحث وروسته ټاکل شوې بین‌الوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې موضوع هراړخیزه ارزونه ترسره او خپل راپور د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۱مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه. د دغه ليدنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۲۰
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یوشمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو.. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۵
Background image

د لته بند له لارې د کابل - سروبي سړک پاتې چارې بشپړېږي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۴مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - سروبي «لته بند» سړک څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې له. . .

BACK TO NEWS