د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د جلال آباد له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۶:۲۷
5U2A7513

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۲۷مه نېټه په جلال آباد ښار کې د ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب له یاد روغتون څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې اړوند ادارو ته به د دغه روغتون د پاتې چارو بشپړولو لارښوونه وکړي، څو یې پاتې کارونه په وخت تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ۱۰۰۰ بستریز روغتون ۷۰ سلنه چارې ترسره شوې او د پاتې هغو په بشپړېدو سره به یې د ختیځ زون ولسونو روغتیایي ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان ولایت کې سېلاب‌ځپلې سیمې له نېږدې وکتلې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه له غرمې مخکې د دغه ولایت له مرکز څخه سېلاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۸:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شوو هېوادوالو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان کې له سیمه ییزو مسوولینو سره وکتل

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایتي مسوولینو، د ژغورنې ټیمونو او مرستندویه ادارو له استازو سره د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه د بغلان ولایت په مقام کې وکتل. د. . .

BACK TO NEWS