د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو رئیس معرفي شو

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۴:۳
5U2A1279

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء عالي مقام د ۴۶۳۱ ګڼې حکم پر اساس، محترم حاجي محمد ابراهیم حکمت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو د رئیس په توګه د دفتر عمومي رئیس مفتي عبدالله عزام له لوري خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ.  د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت د دفتر عمومي رئیس نوموړي ته په خپلو کارونو کې د بریا هیله وکړه او له کارکوونکو یې د کارونو په ښه ډول پرمخ بېولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.  ورپسې د اقتصادي چارو رئیس ښاغلي حاجي محمد ابراهیم حکمت د اقتصادي معاونیت د مقام له باور څخه مننه او ژمنه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

پښتني بانک ته مخامخ د کابل ښاروالۍ پر ځمکه د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. دغې ناستې ته د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۵
Background image

د لته بند له لارې د کابل - سروبي سړک پاتې چارې بشپړېږي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۴مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - سروبي «لته بند» سړک څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۷:۵۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنیزو محصولاتو په دېرشم پسرلني نندارتون کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنیزو محصولاتو په دېرشم پسرلني نندارتون کې ګډون وکړ. دغه نندارتون چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۲مه نېټه د. . .

BACK TO NEWS