د هرات لویې اقتصادي غونډې ته د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د وینا مهم ټکي
نېټه: 2022، سپټمبر 2مه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د 1444 هق کال د صفرالمظفر میاشتې په 5مه نېټه چې د روان 1401 لمریز کال د سنبلې میاشتې له 11مې نېټې سره برابره ده، د ځینو لوړو پوړو دولتي چارواکو په ملتیا د افغانستان د علماوو، قومي مخورو، سوداګرو او پانګوالو له لوري په جوړه شوې لویه اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په لومړي سر کې ټولو راغلو علماوو، قومي مخورو، پانګوالو، صنعتکارانو، ملي سوداګرو او د هرات ولایت اوسېدونکو ته سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې او خوشالي یې څرګنده کړه، چې له لسیزو ناامنیو وروسته د هرات شریف ولس له سرتاسري امنیت برخمن دی او د ژوند ټولې چارې یې د امن په فضاء کې ترسره کېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال یادې جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د یو هېواد د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره اساسي عنصر امنیت دی، چې الحمدالله له کلونو جګړو او ظلمونو وروسته نن په افغانستان کې بشپړ امنیت قایم شوی او موږ ته لازمه ده چې د الله تعالی د دغه لوی نعمت شکر اداء کړو. د افغانستان اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د ټولو هېوادوالو، صنعتکارانو، سوداګرو او صرافانو امنیت خوندي شوی، په داسې حال کې چې د کابل تېرې ادارې پر مهال یې شتمنۍ، کورنۍ او خپله دوی ته بېلابېل ګواښونه او تهدیدونه متوجې وو. د کابل تېرې ادارې فاسدو چارواکو نه یوازې دا چې د دوی امنیت یې خوندي کړی نه و، بلکې همدې چارواکو د عامو خلکو او سوداګرو 750 میلیونه ډالر شخصي پیسې له بانکونو ایستلې او له ځان سره یې وړې دي.
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال دغه جوړې شوې ناستې ته په وينا کې وويل، پر افغانستان د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو سره د هرات ولايت د سوداګرو او پانګوالو ستونزې حل شوې او په کومو برخو کې چې ستونزې شته، هغه به هم په نږدې راتلونکي کې حل کړل شي. زه پر ټولو افغان کادرونو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو غږ کوم، چې راشي له خپلو هېوادوالو سره یوځای د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي. بهرنیان زموږ هېواد نه جوړوي، موږ به خپل هېواد په خپله جوړوو، چې د شکر ځای دی الله تعالی د سیمې په کچه یو غني هیواد راکړی دی.
الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت له فتحې وروسته توانېدلی چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ باثباته وساتي، په داسې حال کې چې د سیمې باثباته هېوادونه د خپلو اسعارو د ثبات ساتلو په برخه کې پاتې راغلي دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، موږ د ښه مدیریت پر مټ وتوانېدو چې د افغانستان بانکي سیستم له سقوط او پاشل کېدو وژغورو. د افغانۍ د چاپ او نشر په برخه کې هم د اړوندو ارګانونو له لوري هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به انشاءالله په دغه برخه کې شته ستونزې حل شي.
الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر دوام وویل، د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په بهرنیو هېوادونو کې د افغانۍ د پشتوانې د تقویت په موخه د خپلو کنګل شوو پيسو د مطالبې په اړه خپلې هڅې او غوښتنې د پخوا په څېر جاري ساتلې دي او دا پیسې به بېرته افغانستان ته ورکول کېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دغه لویې اقتصادي غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د تېر یوه کال پر مهال د عوایدو په برخه کې خپلو ټاکل شوو اهدافو ته رسېدلی او د هېواد ټول اولیه ضرورتونه یې له خپلو کورنیو عوایدو پوره کړي دي. د فتحې له لومړیو راپدېخوا ورځ په ورځ د افغانستان اقتصاد مثبت لوري ته روان دی او په دغه برخه کې موږ لا هم شپه او ورځ هڅې کوو. زه د یو مسؤل حکومت په استازیتوب د هرات ولایت سوداګرو او پانګوالو ته اطمینان درکوم، چې ستاسې اقتصادي طرحه به تر ارزونې وروسته زموږ د اجراأتو په سر کې قرار ولري او ژر تر ژره به یې د عملي کېدو چارې پيل شي.
الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د زده کړو، سوداګرۍ، پانګونې او صنعت په برخه کې د دغه ولایت د اوسېدونکو لاستهراوړنې وستایلې او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې په دغو برخو کې لا هم جدي کار وکړي، څو افغانستان د پر ځان بسیاینې خوا ته ګړندي ګامونه اوچت کړي.
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال د هرات اوسېدونکو، سوداګرو او پانګوالو ته زيرى ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې چارې له هرات څخه شروع شي او لومړۍ ګټه به يې هم د دغه ولايت اوسېدونکو ته ورسېږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وويل، پر ټاپي پروژه سربېره به د هرات ولايت په صنعتي پارک کې د پنځم فاز چارې هم شروع شي، د سيمنټو فابریکې ته نږدې به د پل هاشمي په سيمه کې صنعتي ښارګوټى جوړ او د پاشدان او شنډنډ بندونو کارونه به هم په نږدې راتلونکي کې بيا پيل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو هغو علماوو، قومي مخورو، سوداګرو، پانګوالو او د هرات ولایت له مسؤولینو څخه مننه وکړه، چې یاده غونډه یې ترتیب کړې وه.