اقتصادي کمېسیون؛ «د افغانستان بانک» له لوري د صرافانو لپاره جوړه شوې طرحه د تطبیق وړ ده

نېټه: د 2022 کال د اپریل 21مه

د رياست‌الوزراء د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون د «د افغانستان بانک» له لوري د صرافانو لپاره جوړه شوې طرحه د تطبیق وړ وبلله. دغه طرحه د صرافانو د تنظیم، د کاري جواز درلودو او له افغانستان څخه بهر ته د پيسو د قاچاق د مخنیوي په موخه جوړه شوې ده.

د افغانستان بانک مرستیال ښاغلي حاجي احمد ویل، هر صراف باید د کار لپاره جواز ولري، د افغانستان بانک ته (۵) میلیونه افغانۍ ضمانت ورکړي او همدارنګه د پولي خدماتو شرکتونه باید له بانک سره (۵۰) میلیونه افغانۍ نقدي پانګه ولري. نوموړی زیاتوي چې په دې سره به د هغو سلګونو غیر قانوني صرافانو د فعالیت مخه ونیول شي چې له افغانستان څخه بهر ته په قاچاقي ډول پیسې لېږدوي.

اقتصادي کمېسیون همدارنګه افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو د راتلو او له امله یې د انسان روغتیا ته د پېښېدونکو زیانونو او ترانسپورتي وسایطو د متضرر کېدو د مخنیوي په موخه؛ د «نفتو او ګازو دولتي شرکت» له لوري په انحصاري ډول له نورو هیوادونو د خامو نفتي موادو د راوړلو طرحه هم د تطبيق وړ وبلله، چې تر راوړلو وروسته به خام مواد د تصفيې او پروسس لپاره خصوصي سکتور ته ورکوي.

د نفتو او ګازو دولتي شرکت وايي، له دې مخکې ډېری نفتي مواد له تصفیې او پروسس پرته هیواد ته راتلل، چې د هیوادوالو پر روغتیا سربېره یې چاپېریال او ترانسپورتي وسایطو ته هم ضرر درلود.