شاه او عروس بند؛ ارزښت او وروستي کاري پرمختګونه

لیکوال: امان الله حنیفي

سریزه

اوبه د بشریت په وده کې یو خورا مهم ارزښتمن توکی دی، چې د نړۍ سترو تمدونونو اوبو ته نږدې وده کړې او د نړۍ سترې امپراتورۍ هم د اوبو پر غاړه په پښو درېدلې دي. اوبه یوازې د څښاک لپاره نه دي، بلکې د کرنې، سوداګرۍ، ترانسپورټ او په دفاعي چارو کې هم کارول کېږي. خو د نړۍ په سطحه د اوبو کچې کموالي په دې وروستیو لسیزو کې د هېوادونو تر منځ شخړې راپورته کړې او دې چارې د نړۍ پر اقتصاد منفي سیوری غوړولی دی. د اوبو کچې کموالي په نړۍ کې درېیمه درجه هېوادونه تر نورو ډېر متاثر کړي، ځکه لومړۍ او دویمه درجه هېوادونو له ډېرې پخوا د موسمي او بهیدونکو اوبو لپاره لوی او کوچني بندونه جوړ کړي، چې هم یې د ځمکې د سر اوبه ذخیره کړې او هم یې تر ځمکې لاندې اوبو ذخیرې تر یوې کچې تغذیه شوې دي. هغوی له دې ستونزې سره په ډېر جدي ډول نه دي مخ. خو په درېیمه درجه هېوادونو کې بیا دغه ستونزه جدي ده، ځکه په دغو هېوادونو کې یا تر ډېره د روانو او موسمي اوبو لپاره لوی بندونه نه دي جوړ شوي او یا که یې د جوړولو کارونه پيل شوي هم دي، تر اوسه تکمیل شوي نه دي چې تر ټولو ښه بېلګه یې افغانستان دی. د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د څلورو لسیزو اشغال او جګړو له امله هېڅ لوی بند نه دی جوړ شوی او که یې د جوړولو کارونه پيل شوي، سرته نه دي رسېدلي چې پر دغه اساس د لویو بندونو نړیوال کمېسیون کې د افغانستان هېڅ لوی بند نه دی ثبت شوی. په افغانستان کې د ټولو بندونو او سربندونو شمېر تر 60 زیات دی، چې 18 یې د لویو بندونو په کتار کې راځي. په افغانستان کې د نسبتاً لویو بندونو له ډلې یو هم د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند دی. دغه بند د موسمي اوبو د راګرځولو په موخه جوړ شوی چې د برښنا پر تولید سربېره به زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه کړي او همدا راز به د کابل ولایت اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابرې کړي.

زموږ د مقالې اصلي موضوع هم د شاه او عروس بند دی او کوښښ کوو چې د دغه بند پر اهمیت، ګټو او وروستیو کاري پرمختګونو تمرکز وکړو. خو له اصلي موضوع مخکې په لنډ ډول په نړۍ او بیا افغانستان کې د بندونو جوړولو شالید ته کتنه کوو او وروسته خپلې اصلي موضوع ته راګرځو.

نړۍ کې د اوبو بندونو جوړولو تاریخ او بهیر

په نړۍ کې د اوبو موسمي نا انډوله وېش له کبله، د اوبو د لویو زېرمو جوړول یوه اړتیا ده چې انسانانو له ډېر پخوا درک کړې او د اوبو د تنظیم لپاره لاس پکار شوي. همدارنګه د کرنې د پراختیا، د برښنا تولید او سېلابونو د مخنیوي لپاره پر سیندونو ډېر لوی او کوچني بندونه جوړ شوي دي. په نړۍ کې لومړی بند د مصر په الفیوم سیمه کې موریس جهیل بلل کېږي چې د نيل سیند د اوبو او ځمکنیو پروسو له کبله رامنځته شوی، خو وروسته فرعونیانو کار پکې وکړ او په نیل کې د سېلابونو پر مهال به یې اوبه پکې زېرمه کولې. د وخت په تېرېدو دې سیمې بدلون کړی او اوس د جهیل کوچنۍ برخه پاتې ده. همدارنګه د نړۍ تر ټولو لرغونی بند چې اوس هم فعال دی، په سوریه کې د حمص جهیل بند دی چې فرعونیانو تر میلاد دیارلس پېړۍ وړاندې له ډبرو او مصالې څخه په دوه کیلومتره اوږدوالي او 7 متره لوړوالي جوړ کړی دی. دا بند 200 میلیونه مترمکعبه اوبه زېرمه کوي. دا ډول دوه نور تاریخي بندونه په هسپانیه کې شته چې په لومړۍ او دویمه میلادي پېړۍ کې رومیانو جوړ کړي دي. دا بندونه 427 او 194 متره اوږدوالی، 22 او 24 متره لوړوالی لري. په جاپان او هند کې هم ځینې زاړه بندونه شته چې په لومړنیو زېږدیزو پېړیو کې جوړ شوي او تر اوسه فعال دي. تر 1900م کال پورې په نړۍ کې ټولټال 427 بندونه وو چې تر لسو ډېر یې لوی نه وو. په دوو وروستیو پېړیو کې چې د اوبو انجنیرۍ علم او تخنیک پرمختګ وکړ، د بندونو جوړول هم ورسره ګړندي شول. تر دې چې په 1950 کال کې د نړۍ د لویو بندونو شمېر 5200 ته ورسېد. دا شمیر بیا په 2010م کال کې 45000 ته لوړ شو. د لویو بندونو د نړیوال کمېسیون د شمېرو له مخې اوس په نړۍ کې 58000 لوی بندونه شته چې د کرنې، برښنا تولید، د څښاک اوبو برابرولو، سېلابونو د مخنیوي او نورو موخو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي.

په پرمختللو هیوادونو کې د لویو بندونو جوړول اکثراً د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې ترسره شوي، په داسې حال کې چې مخ پر وده هیوادونو کې لوی بندونه تر  1950م کال وروسته جوړ شول او په افغانستان کې هم د بندونو جوړولو لړۍ په دې دوره پورې اړه لري.

په افغانستان کې د بندونو جوړولو بهیر او شالید

د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون استاد عاصم مایار په دې اړه په خپله یوه مقاله کې وايي: «افغانستان کې د نویو بندونو جوړولو پروسه امان الله خان پیل کړه چې د واکمنۍ له ړنګېدو سره یې دا لړۍ هم ودرول شوه. له 1950م کال وروسته محمد ظاهر شاه د لویو بندونو جوړول پيل کړل چې پلان یې د اشغال او جګړو له کبله بشپړ نشو او تر نن پورې بیا لوی بندونه نه دي جوړ شوي.» د افغانستان د مخکیني پاچاه محمد ظاهرشاه تر واکمنۍ وروسته بیا په افغانستان کې د بندونو جوړولو په برخه کې هېڅ حکومت هم اساسي کار نه دی کړی، خو په دې وروستیو کلونو کې د ځینو بندونو بیارغونه او د ځینو هم نوي جوړول پيل شول، چې له بده مرغه په تېره اداره کې د فساد له امله څنګه چې ټاکل شوې او لازمه وه، نه په هغه وخت کې سرته ورسېدل او نه هم په هغه کیفیت جوړ شول. خو واک ته د افغانستان اسلامي امارت په رسېدو سره یو ځل بیا د ځینو هغو بندونو د پاتې کارونو د بشپړولو چارې پيل شوې، چې کارونه یې تر ډېره ترسره شوي او بشپړېدل یې د هېواد پر اقتصاد او خلکو ته د کار زمینې برابرولو برخه کې ګټور تمامېږي.

په افغانستان کې د بندونو جوړولو اړتیا

لومړی- زراعت: د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د مطالعاتو له مخې، د افغانستان د کرنې وړ ځمکه  9.61میلیونه هکتاره ده، چې دا بیا د افغانستان د ټولې ځمکې 14.73 سلنه جوړوي. د افغانستان له دغه کرنې‌وړ ځمکې څخه، یوازې شاوخوا 5.324 میلیونه هکتاره ځمکه کرل کېږي او پاتې 4.286 میلیونه هکتاره د کرنې‌وړ ځمکه همداسې پاتې کېږي. دا چې په افغانستان کې د کرنې‌وړ ځمکې څخه  4.28میلیونه هکتاره ځمکه همداسې شاړه پاتې کېږي، یو عمده لامل یې د اوبو کمښت دی. خو د اوبو د بندونو له جوړېدو سره دغه ځمکې هم تر کښت لاندې راځي.

دویم- برښنا: اوسمهال افغانستان د خپلې اړتيا وړ يوازې 19 سلنه برښنا په هېواد کې دننه تولیدوي او 81 سلنه له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي. په دې توګه هر کال میلیونونه ډالره د برښنا پر واردولو لګښت راځي. د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، له 2007 کال راهیسې تر 2015 کال پورې افغانستان په دغو وارداتي برښناوو تقریباً 973 میلیونه ډالره لګښت راغلی. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په خپله د برښنا تولیدولو ډېر فرصتونه او وړتیاوې لري او په دې برخه کې که د روانو او موسمي اوبو لپاره بندونه جوړ شي، تر 23 زرو مېګاواټو پورې برښنا ترې تولیدېدلای شي.

درېیم- د طبیعي آفاتو مخنیوی: هر کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راځي، چې له کبله یې نه یوازې دا چې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي، بلکې ډېرې شنې او د کرنې‌وړ ځمکې هم له ځان سره ويجاړوي، چې سږ کال په بېلابېلو ولایتونو کې د موسمي سیلابونو راوتلو له امله په سلګونو هېوادوال شهیدان شول، په زرګونو کورونه ونړېدل او یا هم تخریب شول، په زرګونو څاروي تلف شول او په زرګونو هکتاره کرنیزې او شاړې ځمکې یې تخریب کړې. د بندونو د جوړېدلو یوه ګټه دا هم ده، چې تر ډېره د دا ډول طبیعي آفاتو مخه نیسي.

څلورم- راتلونکی وضعیت او د اوبو بحران: شونې ده چې په راتلونکو 30 کلونو کې به د افغانستان نفوس دوه چنده شي، چې له امله به یې نورو ډېرو اوبو، د زياتو ځمکو خړوبولو او برېښنا ته اړتیا وي. خو له بده مرغه د افغانستان ډېری اوبه دا مهال ګاونډیو هېوادونو ته ځي او په هېواد کې دننه یې د مهارولو په اړه کوم جامع عملي ګامونه نه دي اوچت شوي. دغه اوبه به په راتلونکو وختونو کې هم د سیاست برخه وي او هم به د جګړو له سترو لاملونو څخه وي.

په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو لپاره ښه فرصت

په افغانستان کې د اوبو بندونو د نه جوړېدو په اړه به هر وخت دا خبره کېده، چې دلته امنیت نشته، جګړې دي او بهرني پانګوال او د دغې برخې متخصصین زړه نه ښه کوي، خو الحمدالله د افغانستان اسلامي امارت په بیا راتګ سره دغه ستونزې په بشپړ ډول حل شوې او اوس هر ډول شرایط چمتو دي. د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې او بیا په ځانګړي ډول د اوبو بندونو جوړولو په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته هر ډول زمینه برابره کړې، فساد یې له منځه وړی، د بیروکراسۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې، سرتاسري امنیت ټينګ شوی او مشران د دغه کار لپاره پوره صداقت او اخلاص لري. نو له همدې امله کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته پکار ده، چې له دغه لوی فرصته ګټه واخلي او په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د شاه او عروس بند پروژه

شاه او عروس بند د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د جوړولو قرارداد یې د 1391 لمریز کال په لومړیو کې د «تابلیه، پرهون طرح» ایراني شرکت سره شوی و. د دغه قرارداد پر اساس ټاکل شوې وه چې د شاه او عروس بند کارونه به د څلورو کلونو په موده کې د 52 میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت سره بشپړېږي، چې د جوړولو ټول لګښت یې د افغان حکومت له بودیجې ورکول کېږي. خو د دغه پروژې د فني ستونزو له امله په ټاکل شوي وخت کې یې کارونه بشپړ نه شول او د لسو کلونو په تېرېدو سره یې اوسمهال 98 سلنه کارونه بشپړ شوي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې به یې پاتې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د شاه او عروس بند پروژې تخنيکي مشخصات

  • د شاه او عروس بند د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د شکردرې پر سیند جوړېږي، چې د Rolled Compacted Concrete په نامه هم یادېږي. دغه بند په تاج کې  303 متره اوږدوالی، 5 متره سور او 77.5 متره لوړوالی لري چې د سمندر له سطحې څخه 2161 متره لوړوالی ښيي.
  • دغه بند په کلني ډول د 9 میلیون متر مکعب اوبو د ذخیرې او 32 میلیون مترمکعب اوبو د تنظیم وړتیا لري.
  • د شاه او عروس بند د ذخیروي کاسې مساحت 97 کیلومتره او اوږدوالی یې 1.2 کیلومتره دی.
  • دغه بند د یوې آزادې پلکاني پرچاوې لرونکی دی چې د سیلابي کېدو په وخت کې ترې اوبه تېرېږي. دغه پرچاوه 20 متره اوږدوالی لري چې په یوه ثانیه کې 300 مترمکعب اوبه ترې وتلی شي.
  • د شاه او عروس بند په بدنه پسې پيوست د دغه بند د انرژۍ او اوبولګونې ساختمان جوړېږي. په دغه ساختمان کې دوه جنراتورونه او دوه توربینونه نصبېږي، چې هر توربین د 0.6 او دواړه د 1.2 میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري.
  • دغه بند له ذخیرې څخه توربینونو ته د اوبو لېږدولو یو پایپ لري، چې قطر یې یو متر او 2.62CMS  درلودونکی دی.
  • د شاه او عروس بند د سمندر له سطحې څخه د 2110، 2134 او 2147 متره لوړوالي په درلودو او د بند د دیوال تقریباً په سر کې د اوبو څښلو درې نلونه لري، چې هر یو یې د  0.8 ابعادو لرونکی دی. په دغو نلونو کې د 40 سانتي متره قطر په درلودو سره فلزي پایپونه نصب شوي. د اوبو څښلو سیستم  یې داسې ډیزاین شوی چې په بند کې د اوبو سطحې په ټیټېدو سره هم ترې استفاده کېږي.
  • د شاه او عروس بند پروژه 5 کیلومتره قیر سړک هم لري.

د شاه او عروس بند د جوړولو اساسي موخې

په مجموع کې د دغه بند د جوړولو موخه د دې سیمې د اوبو تنظیم او له هغه ښه استفاده ده، چې نورې اساسي موخې یې په لاندې ډول بیانولی شو:

  1. د 1.2 میګاواټه برښنا تولید؛
  2. د 2700 هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبول؛
  3. په کلني ډول د کابل ښار لپاره د 5 میلیون مترمکعب د څښاک اوبو برابرول؛
  4. د موسمي سیلابونو کنټرول؛
  5. د چینو، کاریزونو او تر ځمکې لاندې اوبو تغذیه؛
  6.  د اکوسیسټم ژوندي کول؛
  7.  د سیاحت او چکر لپاره د تفریحي مرکز جوړول؛
  8.  د شکردرې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د کاري زمینې برابرول؛
  9.  د شکردرې ولسوالۍ د اوسېدونکو په ژوند کې اقتصادي او فرهنګي بدلون راوستل.

د شاه او عروس بند پروژې ګټې

1. شکردره د کابل ولایت له لویو او زیات نفوس لرونکو ولسوالیو څخه ده، چې اوسېدونکي یې تر ډېره پر کرنه او مالدارۍ لګیا دي او د خپل ورځني ژوند اړتیاوې هم له همدې لارې پوره کوي. په دغه ولسوالۍ کې د افغانستان د نورو سیمو په څېر وخت ناوخت موسمي بارانونه کېږي، چې له امله یې لوی سیلابونه راوځي، چې خلکو ته پر ځاني زیانونو سربېره، مالي زیان هم رسوي او په زرګونو هکتاره کرنیزې ځمکې له منځه وړي. د دې لپاره چې د دغو سیلابونو له اوبو څخه په کرنه او مالدارۍ کې پر وخت او ښه استفاده وشي، د اوبو او انرژۍ وزارت غوره وبلله چې د دغو سیلابونو راګرځولو لپاره د شاه او عروس بند جوړ کړي.

.2 دغه بند په شکردره ولسوالۍ کې د 9 میلیون مترمکعب بهېدونکو اوبو د راګرځولو او ذخیره کولو  او په کلني ډول د 23 میلیون مترمکعب اوبو د تنظیم په موخه جوړېږي، چې له امله به یې په شکردره ولسوالۍ کې 2700 هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او په زرګونو خلکو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

.3 د شاه او عروس بند په جوړېدو سره به د کابل ښار د میلیونونو وګړو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو زمینه هم برابره شي. د تېرو شلو کلونو پر مهال په کابل ښار کې نفوس تر حد زیات شوی، چې له امله یې ډېری کابل ښاریان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

.4 د کرنیزو ځمکو پر خړوبولو او ښېرازه طبیعي چاپېریال رامنځته کولو سره به دغه بند د 1.2 میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت هم پيدا کړي، چې له برکته به یې د شکردرې ولسوالۍ ډېرو سیمو ته برښنا ورکړل شي. ټاکل شوې چې د کارونو تر بشپړېدو وروسته به پر دغه بند د برښنا د تولید دوه توربینه نصب شي.

.5 د دغه بند په بشپړېدو سره به ښارونو ته د کلیوالو خلکو د کډوال کېدو مخنیوی وشي. په ډېرو ولایتونو کې له ښارونو د لرو پرتو سیمو خلک د وروستیو وچکالیو او اوبو نشتون له امله ښارونو ته کډوالېږي، چې په ښارونو کې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه هم د لویو ستونزو د پیدا کېدو سبب کېږي.

.6 د شاه او عروس بند په جوړېدو سره به اقتصادي څرخ په حرکت راوستل شي او د کرنې په برخه کې به د پر ځانبسیاینې پر لور به یو بل اساسي ګام واخیستل شي. د شکردرې ولسوالۍ اصلي کرنیز محصولات غنم، رومي بانجان، کچالو، نخود، سبزیجات او بېلابېلې میوې دي، چې د دغه بند په بشپړېدو سره به یې حاصلات څو چنده زیات او کروندګرو ته به د عوایدو یوه ښه سرچینه وګرځي.

.7د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ولایت د اوسېدونکو او بهرنیو سیلانیانو لپاره مناسب او ښکلي تفریحي ځایونه جوړ شي، چې په دې سره به د سیاحت له درکه د دولت خزانې ته په میلیونونو افغانۍ عواید جمع کېږي.

.8 په نړیواله کچه د اقلیم بدلون، په وروستیو کلونو کې پرله‌پسې وچکالۍ، د واورو او بارانونو کمښت، د یخچالونو ویلې کېدل، په غیر قانوني ډول او تر حده زیات تر ځمکې لاندې اوبو را ویستل او ورځ په ورځ د نفوس زیاتوالي سره په افغانستان کې د اوبو کمښت ستونزه جدي کېږي. د شاه او عروس بند په جوړېدو سره به د شکردرې ولسوالۍ تر ځمکې لاندې اوبو ذخیرې تر یوه حده بېرته تغذیه او د کمښت مخنیوی به یې وشي.

د شاه او عروس بند اوسنی وضعیت او وروستي کاري پرمختګونه

د شاه او عروس بند د جوړولو کارونه د لومړي ځل لپاره په 1391 لمریز کال کې پيل شول او ټاکل شوې وه چې د څلورو کلونو په موده کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. خو د دې پروژې د فني ستونزو او بېلابېلو علتونو له وجې یې کارونه په ټاکلو څلورو کلونو کې بشپړ نه شول او اوسمهال د لسو کلونو په تېرېدو سره د دغه بند د کارونو ډېره برخه بشپړه شوې. په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او تر هغه مخکې د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال د دغه بند کارونه په ټپه ودرېدل او تر څه وخت وروسته د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د دغه بند د وضعیت ارزونې او له نږدې د پاتې کارونو لیدو په موخه شکردرې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغه بند ارزښت او د کاري پرمختګ کچې ته په کتو یې پرېکړه وکړه چې پاتې کارونه یې باید بشپړ شي، څو د راتلونکي کال لپاره هم اوبه ذخیره کړي او هم د موسمي سیلابونو د راګرځولو مخنیوی او کنټرول وشي. د اوبو او انرژۍ وزارت د شاه او عروس بند د پاتې کارونو د پيلولو موضوع د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون ته راجع کړه، څو یې په اړه لازم تصمیم ونیول شي. د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د پاتې کارونو پر بشپړولو د اقتصادي کمېسیون په 25مه غونډه کې هراړخیز بحث وشو. د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کانونو او پټرولیم وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت او همدارنګه د دغه بند قراردادي شرکت ته دنده وسپارله څو د شاه او عروس بند قراردادي شرکت د قرارداد اړوند ټول حقوقي اسناد له کانونو او پټرولیم وزارت سره د ساختماني موادو د رویالیټۍ په اړه د بحث په موخه شریک کړي او پایله یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د شاه او عروس بند د پاتې کارونو د بشپړولو په موخه په اقتصادي کمېسیون کې همدا راز پرېکړه وشوه، چې د افغانستان بانک مکلف دی څو د بند د چارو د تداوم په موخه قراردادي شرکت ته د پروژې د انوایس پاتې شوې برخه اجراء کړي. قراردادي شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت مکلف دي چې له مخکینیو ژمنو سره سم د دغو پيسو له ترلاسه کولو وروسته له ځنډ پرته اوبه مهار او د بند په کاسه کې زېرمه کړي.

د اقتصادي کمېسیون د دغې پرېکړې پر اساس به قراردادي شرکت د بند پاتې کارونو د ترسره کولو پلان له اقتصادي کمېسیون سره شریکوي او وروسته به اقتصادي کمېسیون د کار په بدل کې د پروژې د پاتې پیسو د ورکړې په اړه هم پرېکړه کوي.

سرچینې:

  1. https://mew.gov.af/ps/node/1710
  2. https://csrskabul.com/?p=2544
  3. https://dawatmedia24.com/?p=97967
  4. https://www.bbc.com/pashto/columns-55610530
  5. https://rohi.af/news/46578
  6. https://8am.af/the-construction-of-the-king-and-bride-ward-in-shakardara-district-has-resumed

یادونه: د مقالې مسؤولیت د ليکوال پر غاړه دی. د مقالې څخه ګټه اخیستنه د سرچینې په ذکر کولو سره جواز لري.