د ماین‌پاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال پیغام

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۵:۶
Message

نېټه: د 2022 کال د اپریل 2مه

بسم الله الرحمن الرحیم.

قدرمنو هېوادوالو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

ماین؛ په افغانستان کې د کلونو کلونو جګړو راپاتې یو بد میراث دی. دغه خونړي میراث د زرګونو افغانانو ژوند واخیست او زرګونه نور یې د تل لپاره معیوب کړل. اوس هم هره خوا د ماین وېره شته او ماین اوس هم زمونږ د هېوادوالو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

خو له نیکهمرغه د افغانستان د اشغال له پای ته رسېدو سره په ټول هېواد کې جګړه ختمه شوې او اوس پر هېواد د اسلامي امارت یو واحد مرکزي نظام حاکم شوی او اسلامي امارت د ماین‌پاکۍ د هغو کورنیو او بهرنیو سازمانونو او بنسټونو چې په افغانستان  کې د ماین ‌پاکولو په برخه کې کار کوي، هڅې ستایي او پر نړیوالو غږ کوي چې په افغانستان کې له ۴۰ کلن ناورین څخه د راپاتې ستونزو په برخه کې چې یوه یې هم په کلیو، لارو او دښتو کې شته ماینونه دي، له افغانانو سره همکاري وکړي.

کورني او بهرني ماین پاکان په خورا سختو شرایطو کې کلي په کلي او حتی کور په کور وګرځېدل او ګرځي، په غرونو او دښتو کې د ماینونو په لټه کې وو او ديزه د ماینپاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت غواړم له ټولو هغو ماین پاکانو او د ماینپاکۍ له ادارو مننه وکړم، چې په افغانستان کې یې د ماینپاکۍ چارې ترسره کړې او لا یې هم ترسره کوي.

هیله لرم چې یوه ورځ افغانستان په بشپړ ډول د ماین له ګواښه په امن وي. له څلورو لسیزو راهیسې په هېواد کې د ماین پاکولو پر مهال د ماینپاکۍ موسسو زرګونه کسان د ماینونو له خطر سره مخ شوي، چې سلګونو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې. زه شهیدانو ته د فردوس جنت هيله کوم او کورنیو ته یې تسلیت وایم.

په افغانستان کې د ماینپاکۍ فعالو ادارو او ماین پاکانو ته ډاډ ورکوم، چې اسلامي امارت یې تر څنګ ولاړ دی، ملاتړ یې کوي او د ستونزو په حل کې په خپل ټول توان ورسره همکاري کوي.