د مولانا مجیب الرحمن انصاري د شهادت په مناسبت د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د غم‌شریکۍ پیغام

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۸:۳۵
condolence of ansari

نېټه:  2022، سپټمبر 2مه

"مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا" (احزاب: ۲۳)

په ډېره خواشينۍ او تأسف مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد پیاوړی او زړور دیني عالم مولانا مجیب الرحمن انصاري د اسلام او خاورې دښمنانو په ناځوانمردانه برید کې د جمعې لمانځه د اداءکولو پر مهال په شهادت رسېدلی او د حق داعیې ته یې لبیک ووایه.

شهید مولانا مجیب الرحمن انصاري د هرات عیدګاه جومات له منبره تل د حق دفاع کوله او په هر ډول سختو شرایطو او ګواښونو سربېره یې خپله ژبه د حق ویلو او اسلام د دعوت په موخه وکاروله.

زه د دغې غمجنې او دردوونکې پېښې په تر ټولو سختو ټکو د غندنې تر څنګ له الله متعال څخه د هغه لپاره جنت الفردوس  غواړم او د نوموړي کورنۍ، وارثانو، خپلوانو، مقتدیانو او ټولو هېوادوالو ته د خپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او په غم کې یې ځان شریک او ویرجن ګڼم.

د اسلام او حق دښمنان په خپلو ناځوانمردانه اعمالو غواړي چې د حق منبر چوپ او د خلکو امنیت اخلال کړي؛ خو د افغانستان اسلامي امارت به د دین او وطن دښمنان تر وروستۍ سلګۍ وهي او د دې پېښې ترشا عاملین به د خپل ګرغیړن عمل سزا وويني. ان شاءالله