د وروستیو سېلابونو له امله یوشمېر هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال خواشینۍ پيغام

fdpm_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۶ - ۱۰:۵۹
سیلابونه

نېټه: 2022، جولای 7

له بده‌مرغه په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې سېلابونو یوشمېر هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سیلاب ځپلو هېوادوالو ته د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه ژوره خواشیني څرګندوي او دوی ته خپل د ډاډګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوي.شهیدانو ته له الله متعال څخه جنت الفردوس او وارثانو ته یې د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه کوي او همدارنګه د زیانمنو شوو هېوادوالو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او په غم کې یې ځان شریک بولي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په دې تړاو اړوندو ادارو ته امر وکړ، چې له زیانمو شوو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.