د کابل د فتحې ورځې په مناسبت د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند پیغام

fdpm_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۱:۲۰
۱۳

نېټه: 2022، اګسټ 15مه

له نن څخه پوره یو کال وړاندې په همدې ورځ(د اسد ۲۴مه) د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو کابل فتحه کړ. دغه لویه فتحه د الله تعالی په نصرت د هغو بې شمېره قربانیو، سرښندنو او تکالیفو په نتیجه کې الله تعالی موږ ته را په برخه کړه، چې د افغانستان مجاهد ملت د خپلو وینو په بدل کې د اسلامي نظام د حاکمېدو په موخه ورکړې.

 زه د دې ورځې په مناسبت د افغانستان ټول مجاهد او متدین ولس ته مبارکي وایم. په دغه ورځ حق د باطل پر وړاندې کامیاب شو، د اسلامي امارت مجاهدینو د نړۍ زبرځواک او د هغوی ملګري په ګونډو کړل او افغانانو خپلواکي تر لاسه کړه.

 زه د دغه پرتمینې ورځې د مبارکۍ تر څنګ ټولو مجاهدينو او امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کوم، چې د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې لا ډېر کوښښ وکړي او هېڅکله خپل استقامت او حوصله له لاسه ورنه کړي. د اسلامي امارت ټول مسؤلین باید خپلو مسؤلیتونو ته متوجې و اوسي، هغه په ښه ډول ترسره کړي او خپل ولس ته د ارام او هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

له نېکه‌مرغه افغانستان اوس بشپړ خپلواک حاکم نظام لري. موږ له دې فرصت په استفادې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سالمو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکي یو او د دغو اړیکو پياوړي کول غواړو. باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی، راځئ چې د دغه ثبات د دوام او تحکیم لپاره په ګډه کار وکړو.