په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې ورځې زلزلې له امله د زيانمنو شويو هېوادوالو په اړه د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال د خواشينۍ پيغام

fdpm_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۸ - ۱۵:۱۳
Earth Quick

نېټه: 2022، جولای 19مه

د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې ورځې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زيانونو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي او زخميانو ته له الله(ج)څخه عاجله شفاء غواړي.

د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال چې طبيعي پېښو ته د رسېدو کمېسيون مشري هم پر غاړه لري، ټولو اړوندو ادارو ته امر کړئ، چې د پېښو ځايونو ته ژر ځان ورسوي؛ له ټولو شته امکاناتو کار واخلي؛ د زيانمنو شويو هېوادوالو ژوند وژغوري او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي.