د امو سیند حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک مراسمو ته د محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی

و بعد:

خصوصي سکتور ته د افغانستان د امو سیند حوزې د تېلو د استخراجي چارو د سپارلو مراسمو ته ټولو راغلو بهرنېو او کورنېو میلمنو او د افغانستان اسلامي امارت مسئولینو؛

السلام علیکم و رحمه الله و برکاته!

لکه څنګه چې پوهیږئ د الله تعالی په فضل سره، افغانستان د طبیعي سرچینو د زېرمو له اړخه په نړۍ کې یو غني هیواد دی. د نورو بېلابېلو معدني موادو تر څنګ، تېل د افغانستان د خلکو هغه شتمني ده چې زموږ د هیواد د اقتصاد مهمه برخه تکیه پر کولای شي. په ګران هېواد افغانستان کې د افغان-تاجک، آمو دریا، هرات، هلمند او کټواز په نومونو سترې نفتي حوزې شتون لري چې د خامو نفتو تخمیني ذخایر یې یو اعشاریه اته میلیارد بوشکو ته رسیږي. د سرپل ولایت د قشقرې د نفتو ذخایر د آمو دریا د سترې حوزې په یوه مهمه برخه کې واقع شوي دي چې په ۲۴ ساعتونو کې د شا او خوا یو نیم لکو ډالرو په ارزښت، تقریباً ۲۰۰ ټنه استخراجي ظرفیت لري. د قشقرې د نفتو د ذخایرو قرارداد د تېرې ادارې په وخت کې د یو چینایي شرکت سره شوی ؤ چې وروسته یې چارې د مختلفو عواملو په دلیل ودرېدې. اسلامي امارت له حاکمیت څخه وروسته کوششونه پیل کړل تر څو قراردادي شرکت افغانستان ته را دعوت کړي او د قرارداد چارې ورسره همغږې کړي، خو متأسفانه په هغه وخت کې قراردادي شرکت ونه توانید چې افغانستان ته راشي او اړونده چارې پر غاړه واخلي. بیا په اقتصادي کمېسیون کې فیصله وشوه چې که شرکت څه ستونزه لري، نو د کانونو او پټرولیم وزارت دې د یادو څاګانو مدیریت په خپل لاس کې ونیسي او د نفتو استخراجي چارې دې پیل کړي، چې له نېکه مرغه همداسې هم وشول او موږ د قشقرې له څاګانو څخه د نفتو د استخراج چارې په خپله پیل کړې. البته د خصوصي سکتور سره د قشقري له څاګانو څخه د نفتو د استخراجي چارو د پیل په اړه مذاکراتو دوام درلود چې دا دي نن له نېکه مرغه، موږ خصوصي برخې ته د یاد کان د استخراج د مدیریت د چارو د سپارلو په مراسمو کې ګډون کوو.

زه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال په حیث، قراردادي شرکت ته د پوره همکارۍ اطمینان ورکوم، ټول اړونده حکومتي ادارې به د قراردادي شرکت سره د چارو په پر مخ بېولو کې پوره مرسته کوي، خو له قراردادي شرکت څخه مو غوښتنه دا ده چې د قشقري له څاګانو څخه د نفتو د استخراج چارې د نړېوالو معیارونو سره سم پر مخ بوزي. همدارنګه، له قراردادي شرکت څخه غواړو چې د سرپل ولایت خلکو ته د اجتماعي خدماتو په وړاندې کولو کې پوره اخلاص وکړي او د سرپل د خلکو چاپېریالي او اقتصادي امنیت ته جدي پاملرنه وکړي. همدا راز، د کانونو او پټرولیم وزارت ته مو هدایت دی چې د قرارداد د شرایطو له تطبیق څخه دقیق نظارت وکړي او د چارو له ښه پرمختګ او بهیر څخه اطمینان حاصل کړي او که چیرې په خپلو امورو کې د کومې ستونزې سره مخ کیږي، خپله ستونزه دې د اقتصادي معاونیت سره شریکه کړي، موږ به ان شاء الله پوره همکاري کوو. ځای لري چې د افغانستان د نفتي توکو د پروسس پر فابریکه دارانو هم غږ وکړم چې د خامو نفتي توکو د پروسس په برخه کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي، تر څو د نفتي موادو په پروسس کې د بې کیفیته تیلو او نورو نفتي موادو له تولید او له بې ځایه ضایعاتو څخه مخنیوی وسي.

زه خپلې خبرې همدلته پای ته رسوم. د یو هوسا، آباد او غني افغانستان په هیله.