د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند لوګر ولایت ته سفر وکړ

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د 1444هـ‌ق کال د جمادی الاول میاشتې په لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ لوګر ولایت ته سفر وکړ. په دې سفر کې له محترم ملا صاحب سره، چې د کانونو او پټرولیم، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو محترم وزیران، د چارو ادارې مشر او یو شمېر امنیتي مسوولین  ملګري وو، د لوګر ولایت د مس عینک کان بېلابېلې برخې وکتلې. محترم ملاصاحب وويل، چين او افغانستان تاريخي اړيکې لري، اسلامي امارت د دغو اړيکو لا پراختيا غواړي او د دې بنسټیزې پروژې د کارونو له پیل سره به د کابل – بیجینګ اړیکې لا پراخې شي.  نوموړي زیاته کړه، افغانستان پراخې طبیعي زېرمې لري او اوسمهال په افغانستان کې یو خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی، نو له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه غواړو، چې راشي په افغانستان کې پانګونه وکړي.  الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک کان د هېواد له پاره مهمه اقتصادي سرچینه وبلله، ویې ویل، چین هېواد سره، چې د دغه کان د استخراج قرارداد ورسره شوی دی، غوښتنه ترې کوو، چې ژر تر ژر  یې عملي چارې پیل کړي. محترم ملا صاحب همدا راز د دغه کان لرغونې سیمې هم وکتلې. نوموړي وویل، چې ددې سیمې لرغوني اثار یې وساتل شي او باید هېڅ ډول زیان ورته ونه رسیږي. دغه راز محترم ملاصاحب په دغه سیمه کې د موجودو لرغونو اثارو د انتقال په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. د یادونې وړ ده چې د مس عینک کان په افغانستان کې  د مس تر ټولو ستر او په نړېواله کچه د مس دویم کان دی. دغه کان 11.3میلیونه ټنه مس لري. د یاد کان قرارداد د چین هیواد د ام سي سي په نوم شرکت سره شوی، چې اوس یې لومړنۍ چارې تر یوه بریده پیل شوې دي. د یاد کان د استخراج له چارو سره به له یوه لوري په میلیونونو ډالر د افغانستان ملي عوایدو ته جمع شي او له بل لوري به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.