د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د قشقرې تېلو بلاک د پرانیستې په موخه سرپل ته سفر وکړ

نېټه: د 2022 کال د اپریل 7مه

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قشقرې تېلو بلاک د پرانیستې په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ. د یاد بلاک د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره، د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور او ځینو لوړپوړو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.

د قشقرې تېلو بلاک پرانیستې مراسمو ته ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: «موږ دلته(سرپل) د دغه بلاک د افتتاح لپاره راغلي یو. دا د افغانستان د دولت لپاره د عوایدو یوه ښه منبع ده. په دې سره به موږ د خودکفایۍ پر لور حرکت پيل کړو او ملي بودیجې ته به مو ډېر عواید جمع شي.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه: «موږ د کانونو له پلوه یو غني هیواد لرو، د نړۍ هر ډول قېمتي کان دلته شته او د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره په ښه ډول د یادو کانونو د استخارج لپاره کار پيل کړی او دا هېڅې لا دوام لري.»

د قشقرې تېلو دغه بلاک د نفتو ۱۰ څاګان لري، چې له ډلې یې ۹ څاګان فعال او له پرانیستې سره سم به ورڅخه د نفتو را ایستل پیل شي. له یادو ۹ څاګانو څخه په ورځني ډول تر ۲۰۰ ټنه پورې نفت استخراجېږي او د دولت بودیجې ته «۱۵۰» زره ډالر عواید جمع کېږي.