د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند بلخ ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۷:۴۶
WhatsApp Image 2023-01-14 at 9.23.11 AM

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند بلخ ولایت ته سفر وکړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور یې ملتیا کوله، په بلخ ولایت کې د سرپل، سمنګان او بلخ له والي صاحبانو، د جوزجان مرستیال والي، په یادو ولایتونو کې د کانونو له رئیسانو او د ۲۰۹الفتح قول اردو له مسئول سره ولیدل او د کانونو د استخراج، انتقال او د قراردادونو د تطبیق په برخه کې د روڼتیا، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د پروسې چټکتیا، شفافیت او فني توګه د را ایستلو، په اړه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مجلس ګډونوالو ته وویل چې کانونه د دې هېواد سرمایه او د ملي عوایدو د جوړولو بنسټیزه سرچینه ده، د دې ملي شتمنۍ په ساتنه او د شفافیت په تأمین کې پوره هڅه وکړئ. همداراز یې امنیتي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې په اړوندو ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ته پوره توجه وکړي او هېڅوک پرېنږدي چې د هېواد اقتصادي ودې او ځان بسیاینې په برخه کې کېدونکې هلې ځلې اخلال کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۶:۴۱
Background image

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق العاده غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق العاده غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.  په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۴:۴۸
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ. د یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء د اقتصادي. . .

BACK TO NEWS