د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په موخه جوړه شوې غونډه کې د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

د افغانستان اسلامي امارت مسؤلینو، غونډه کې حاضرو مېلمنو، درنو هېوادوالو او د رسنیو ښاغلو استازو ته!

 السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

په اول سر کې د کرنې وزارت له محترم وزیر صاحب، معاونینو او نورو منسوبینو څخه مننه کوم چې داسې غونډې جوړوي، موږ د دې غونډې قدرداني کوو، ځکه د ونو کرل نه یوازې د هوا د پاکوالي لپاره دي، بلکې د ځمکې د شایست سبب هم ګرځي. دا د ملت له پاره هم د خوشحالۍ سبب دی او د دې ملک له پاره هم د خوشحالۍ سبب دی. که سړی وګوري کوم ځای کې چې نیالګی شین وي، هغه د انسان طبیعت طبعا اراموي.

د حضرت انس بن مالک رض څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم مسلمان چې نیالګی یا بوټی وکري او د هغه څخه یو مرغه یا انسان یا حیوان خوراک وکړي، دا د هغه له پاره صدقه ده، نو موږ د افغانستان د ټول ولس نه بیا په خاص ډول د ښارونو له اوسېدونکو څخه دا هیله کوو چې فقط یو یو نیالګی د خپل کور مخته کېنوي، دا کار به د دوی  کور شایسته او د بل  انسان روح او طبیعت به پرې ارامه شي.

 خوشحاله یم چې نن د نیالګیو د کرلو او د افغانستان د شنه کولو کمپاین په دې غونډه کې ګډون کوم. دا چې افغانستان یو زراعتی هېواد دی او د پریمانه روانو اوبو او مناسب طبیعي چاپیریال څخه برخمن هېواد دی، باید هوا یې تر ډېرو هېوادونو پاکه وای او د انسانانو، حیواناتو، مرغانو او نورو ژوندیو مخلوقاتو له پاره یې له ښه صحت څخه د برخمن ژوند زمینه برابرولی، خو د چاپیریال ساتنې پوهان وايي چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې هوا یې ډېره ککړه ده او پر روغتیا یې منفي تاثیر لرلی دی.

د افغانستان هوا که له یوې خوا د پاکې انرژۍ د نشتون او د نورو موادو د سوځولو له امله خرابه شوې ده، له بلې خوا د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د اشغالګرو له لوري د خطرناکو بمونو او کېمیاوي موادو د استعمال ژور تاثیرات هم پاتې دي، چې له امله به یې زموږ هېوادوال تر کلونو پورې ترې کړېږي. د دې ککړ چاپیریال او وژونکو کېمیاوي موادو له تاثیراتو څخه د خلاصون یوازینۍ لار نیالګي، بوټي، فصلونه او د افغانستان شنه کول دي. که په افغانستان کې ټول دې ته متوجه شوو، نو ان شاءالله هغه څه چې نړیوالو په افغانستان کې په میراث پرېښي، د هغو به مخنیوی وشي او زموږ خلک به د هغو له ضرر او مشکلاتو څخه خلاص شي.

دا کار یوازې د حکومتونو مسوولیت نه دی، بلکې هر افغان په دې اړه باید د افغانستان او خپلو راتلونکو نسلونو د حق په اداء کولو سره خپلې اوږې سپکې کړي. موږ باید یوازې دا ونه وایو چې دا د کرنې وزارت مسوولیت دی، هغه باید هر څه ترسره کړي، نه دا د هر افغان مسوولیت دی، په هر ځای کې چې وي پر دې باندې مکلف دی چې له خپل وس او توان څخه کار واخلي.

د همدې ورځې په مناسبت په درنو هېوادوالو په ځانګړي ډول د کابل په قدرمنو ښاریانو غږ کوم چې د خپلو کورونو مخته لږ تر لږه یو یو نیالګی کېنوي او پاللو ته یې توجه وکړي. زه باوري یم چې که دا کار ترسره شي په راتلونکو څو کلونو کې به د غرنیز کابل تپې سمسورې شي. ان شاالله که دې ته ټول متوجه شو د څو کلونو په موده کې به که سړی یوه جګ ځای ته وخیژي او یا د هوا څخه ورته وګوري، ان شاالله دا د کابل سپیرې تپې چې اوس معلومیږي، دا به شنې وي. په دې سره به مو د هېوادوالو له پاره د صحت په مورد کې د خدمت کولو تر څنګ د هېواد طبیعي شایست هم راګرځولی او ساتلی وي. د کرنې وزارت له مسؤلینو او وزیر صاحب څخه مو هیله دا ده چې خپل ټول هېوادوال د نیالګیو کېنولو ته وهڅوي، که چیرې ناتوانه وي له هغو سره همکاري وکړي او که ناتوانه نه وي د یو نیالګي د اخیستلو توان خو طبعاً هر انسان لري، چې د خپل کور مخې ته یې کېنوي او د خپل کور مخ پرې شایسته کړي.

له توجه نه مو یو جهان مننه

و اخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمین