د وروستیو سیلابونو له امله یوشمېر هیوادوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه د ریاستالوزراء د لومړي مرستیال د خواشینۍ پيغام
نېټه: د 2022 کال د مې 4مه
له بدهمرغه په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې سیلابونو یوشمېر هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي. د ریاستالوزراء لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سیلاب ځپلو هېوادوالو ته د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه ژوره خواشیني څرګندوي او دوی ته خپل د ډاډګیرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوي. شهیدانو ته له الله متعال څخه جنتالفردوس او وارثانو ته یې د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه کوي او همدارنګه د زیانمنو شوو هیوادوالو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او په غم کې یې ځان شریک بولي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په دې تړاو اړوندو ادارو ته امر وکړ چې له زیانمنو شوو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.