د چین او جنوبي آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو، تجارت او پانګونې شپږم نندارتون پرانیست غونډې ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم/ اما بعد:

د چین او جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو، تجارت او پانګونې په شپږم نندارتون کې د سیمې د هېوادونو حضور ته هر کلی وایم او له ګاونډي هېواد، چین څخه د دې ابتکار او زما د دعوت په باب، مننه کوم.

درنو حضارو!

د معاصرې نړۍ په اقتصادي مسائلو کې منطقوي اقتصاد یو نوی بحث او داسې مهم مورد دی چې له اهمیت څخه یې هېڅوک سترګې نشي پټولی. په منطقوي اقتصاد کې د یو واحد هېواد پر ځای په یوه سیمه کې شامل، د بېلابیلو هېوادونو جغرافیایي، اقتصادي، سیاسي او ستراتیژیکو ځانګړنو ته کتنه کیږي او د یادو مواردو له مخې یوه سیمه د بلې سیمې سره خپلې اقتصادي اړیکې تنظیموي. البته، په دې کې هېڅ شک نشته چې په سیمه‌ییزو اقتصادي مناسباتو کې د یوې سیمې هر هېواد، خپل ځانګړی ځای او رول لري. د بېلګې په توګه، له مرکزي اسیا څخه د جنوبي اسیا هېوادونو ته د انرژۍ ترانزیټ او همدارنګه، له جنوبي اسیا څخه د مرکزي اسیا هېوادونو ته د صنعتي تولیداتو د انتقال په برخه کې، د افغانستان د وصل او ترانزیټي اهمیت یادونه کولای شو. دا چې زموږ او ستاسو په شا او خوا سیمو کې د نړۍ د نفوس ډېری برخه ژوند کوي او دا سیمې د طبیعي سرچینو له پرېمانه زیرمو څخه بډایه دي دا الزامي ده چې موږ او تاسو خپل سیمه‌ییز سیاستونه داسې تنظیم کړو چې له مخه یې زموږ د سیمې د هېوادونو امنیتي، اقتصادي او بشري اندېښنو او اړتیاوو ته ځواب وویل شي. د اسیا په ستره وچه کې چین، جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او په څنګ کې مو منځنی ختیځ هغه سیمې دي چې خورا ډیر باالقوه ظرفیتونه پکې موجود دي. نو، موږ او تاسو په ټوله کې د دې سیمې د اوسیدونکو په صفت اړ یو چې د خپلې سیمې د امنیت، پرمختګ او هوساینې لپاره، په ګډه سره کار وکړو. افغانستان د طبیعي سرچینو، زراعتي محصولاتو او غالیو د صنعت له اړخه د پانګونې او تجارت باالقوه ظرفیتونه لري او محصولات یې د دنیا په بازارونو کې خاص ځای لري. د افغانستان اسلامي امارت چې د افغانستان له خلکو څخه رامنځته شوی د یو مسئول حکومت په حیث، د سیمې ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې هېچا، هېڅ ډلې او جهت ته به اجازه ور نکړي چې له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ متوجه کړي. له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو په وتلو او د اسلامي امارت په حاکمیت سره، ۴۳ کلنې جګړې پای ته رسېدلې دي او په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تأمین شوی دی په دې سره افغانستان تر هر بل وخت، د ترانزیټ، تجارت، پانګونې، منطقوي وصل او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره په یو مأمون او مناسب هېواد بدل شوی دی. په افغانستان کې موجود ډاډمن امنیت د دې باعث شوی چې د ټاپي په شان د سترې منطقوي پروژې چارې ګړندۍ شي او په څنګ کې یې د کاسا زر، ټاپ او ټو ټاپ په شان پروژو بیا پیل او داسې نورو نویو پروژو ته چاپیریال برابر شي. د یادولو ده چې د چین، جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او منځني ختیځ په وصل کې د چین هېواد په زیار او پانګونې، د یوې لارې او یو کمربند پروژه، ډېر حیاتي رول درلودای شي. دا پروژه به زموږ په سیمه کې منطقوي همکارۍ پیاوړې او د هېوادونو تجارت ته به وده ورکړي. د چین هېواد یوه ځانګړنه دا ده چې زموږ په سیمه کې کومه مخربه سیاسي اجنډا پر مخ نه وړي او زموږ په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، نو دا د نړېوال اقتصاد په ګټه ده چې موږ په خپله سیمه کې د یو بل سره د متقابل تعامل پر بنا، خپلې همکارۍ غښتلې کړو. د دې ترڅنګ، افغانستان پوره چمتوالی لري چې د مرکزي او جنوبي اسیا د وصل او ترانزیټ مأمونه او مطمئنه لار و اوسي او خپلې پولې ان د منځني ختیځ د تجارت د وصل پرمخ خلاصې کړي. زه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال په صفت د جنوبي اسیا پر ټولو هېوادونو غږ کوم چې افغانستان مرکزي اسیا ته ستاسو د تجارتي اموالو لپاره د ترانزیټ او انتقال اړوند هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او تاسو کولای شئ په پوره او ډاډمن امنیت کې خپل اموال د مرکزي اسیا بازارونو ته واستوئ. همدا راز، د نړۍ له ټولو پانګوالو څخه غواړم چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان د خلکو سره په ګډه خپل مشروع اقتصادي او تجارتي اهداف تر لاسه کړي. د خپلو خبرو په پای کې باید و وایم چې دا ډول نندارتونونه مرسته کوي، څو د سیمې د هېوادونو تجاران د نورو هېوادونو محصولات او تولیدات و پېژني او د اعتماد د فضا په جوړولو سره د یو بل سره تجارتي معاملات تر سره کړي. هیله لرو چې په راتلونکي فرصت کې دا ډول نندارتونونه زیات او د افغانستان محصولات پکې نندارې ته وړاندې کړل شي. همدا راز، په داسې نندارتونونو کې د نورو هېوادونو ترڅنګ، افغان تجاران هم حضوري ګډون ولري. زه خپلې خبرې همدلته پای ته رسوم، د ټولو ګډونوالو د پاملرنې قدر کوم او د چین هېواد له بلنې څخه، یو وار بیا مننه کوم.