محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال د وروستیو کاري پرمختګونو څخه د لیدنې په موخه بلخ ته سفر وکړ

نېټه: 1401/12/17

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال د وروستیو کاري پرمختګونو څخه د لیدنې په موخه د 1401 لمریز کال د کب میاشتې په 17مه نېټه د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر وکړ. له یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محترم محمد ابراهیم صدر، د روغتیا وزارت مرستیال مولوي محمد اسحق، د افغانستان بانک مرستیال نور احمد آغا، د ننګرهار والي حاجي ګل محمد، د سمنګان والي مولوي عبدالاحد حاجي فضلي، د بلخ قول اردو مسئول مطیع‌ مولوي او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو ملتیا کوله. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یاد کانال له وروستیو کاري پرمختګونو څخه د لیدنې پر مهال وویل: «زموږ د سفر موخه د قوش‌تېپې کانال له کاري پرمختګونو څخه لیدنه ده، چې الحمدلله کارونه یې د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ او سالم مدیریت سره سم پر مخ روان دي. د افغانستان اسلامي امارت د قوش‌تېپې کانال بشپړېدو ته ژمن دی او زموږ د راتګ له موخو څخه یوه هم دا وه ترڅو خپل ملت ته ډاډ ورکړو چې موږ د دې ملي او حیاتي پروژې تکمیلېدو او په هر صورت پای ته رسولو ته ژمن یو.» د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د پراختیا ملي شرکت او د دغه ملي پروژې د مسؤلینو له ترسره شوو هڅو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. قوش‌تېپې کانال چې د افغانستان په شمال کې یوه لویه اقتصادي او ملي پروژه بلل کېږي، اوسمهال یې د لومړي فاز کارونه  70سلنه بشپړ شوي او ټاکل شوې چې د راتلونکي 1402 لمریز کال د سرطان میاشتې تر پایه به یې کارونه بشپړ شي. په دغه کانال کې اوسمهال شاوخوا 300 شرکتونه، تر 4000 ډېره ماشینري  او 6500 کسان پر کار بوخت دي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال له قوش‌تېپې کانال څخه تر لیدنې وروسته د دغه ولایت له مسؤلینو سره هم وکتل او هغوی ته یې پر وخت د هېوادوالو ستونزو ته د رسېدو او په بېلابېلو برخو کې د کارونو ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.