ملا عبدالغني برادر اخوند د لومړي معاونیت له کارکوونکو سره د کوچني اختر مبارکي وکړه

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۵:۲۴
Message

نېټه: د 2022 کال د مې 5مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د لومړي معاونیت له کارکوونکو سره په خپل کاري دفتر کې د کوچني اختر مبارکي وکړه او د الله تعالی په دربار کې یې د روژې مبارکه میاشت کې د طاعتونو او عبادتونو د قبولیت دعا وکړه.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د ټولو کارکوونکو له کارونو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه پر مخ بیولو او په پوره صداقت او اخلاص سره د ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، له نېکه‌مرغه په افغانستان کې اوسمهال بشپړ اسلامي نظام حاکم دی، هرڅوک د امن په فضا کې ژوند کوي او دا د هیواد د ابادۍ لپاره تر ټولو ښه فرصت دی، چې افغانان باید ترې پوره استفاده وکړي.