الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د کجکي بند د دویم فاز ګټې اخیستنې مراسمو کې د ګډون په موخه هلمند ولایت ته سفر وکړ

نېټه: 2022، جولای 27مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د کجکي بند د دویم فاز ګټې اخیستنې مراسمو کې د ګډون په موخه د 1443 قمري کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په 27مه نېټه د چهارشنبې په ورځ هلمند ولایت ته په سفر لاړ.

د یاد بند د دویم فاز ګټې اخیستنې مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي او ځینو نورو دولتي لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و .

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند یادو مراسمو ته د خپلې وینا پر مهال وویل: «پرته له شکه چې نن موږ او تاسې داسې یو ولایت او سیمې ته راغلي یو چې  د تېر شل کلن جهاد پر مهال یې خلکو بې ساري قربانۍ ورکړې دي، د دوى د قربانيو مثال له دوو-درېيو ولايتونو پرته په ټول افغانستان کې نشته.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، موږ د هلمندیانو او ټولو افغانانو د قربانیو او ستړیاوو قدردانی کوو او الله تعالی ته دعا کوو چې د دوی ټولو قربانۍ او ستړیاوې قبولې کړي. اوس چې په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام حاکم دی، د ټولو مسؤولینو هڅه او کوښښ دا دی چې د ولس ستونزې حل کړي او هغې لویې اقتصادي پروژې پيل او بشپړې کړي چې له مخې یې ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابرېږي. موږ په ډېر کم وخت کې دا دي نن د ترکيې هېواد په همکارۍ د افغان ولس د هوساينې په موخه يوه لويه پروژه ګټې اخیستنې ته سپارو، چې پر اساس به يې 100مېګاواټه برښنا زياته شي.

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه فاز د ګټې اخیستنې مراسمو ته وویل، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ لپاره پوره ژمن او ښې برنامې لري، موږ په نږدې تېر وخت د کجکي بند د دویم فاز پروژې په څېر ځینې نورې لویې پروژې هم پرانیستې دي، چې ښه نمونه یې په کابل کې افغان انویسټ شرکت دی. موږ ټولو هېوادوالو ته دا ډاډ ورکوو چې په نږدې راتلونکي کې به ډېر مثبت اقتصادي تحولات ولرو.

د کجکي نبد د دویم فاز پروژې کارونه د 77 ترکي شرکت له لوري ترسره شوي چې 100 میګاواټه برښنا تولیدوي. ګټې اخیستنې ته د دغه فاز له سپارلو سره د کجکي بند د برښنا د تولید ظرفیت 151 میګاواټو ته لوړ شو.