الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

نېټه: 2022، اګسټ 19مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د 1444 ه‌ق کال د محرم‌الحرام میاشتې په اوومه نېټه د پنجشنبې په ورځ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند د ننګرهار ولایتي مسؤلینو په ملتیا د ننګرهار کانال پروژې اړوند د زیتونو او ترکاڼۍ فابریکو، خرما بڼ او یوشمر نورو پروژو څخه لیدنه وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د یادو پروژو د مسؤلینو له ترسره شوو هڅو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د ننګرهار کانال پروژه 70 کیلومتره اوږدوالی لري چې د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو لګونې او مدیریت تر ټولو لویه پروژه ده. دغه پروژه د 25 زره هکټاره مساحت په درلودو سره د ننګرهار ولایت په غني خیلو، مهمند دره، بټي کوټ، سرخ رود او بهسود ولسوالیو کې 22 زره هکټاره کرنیزه ځمکه او 3 زره هکټاره بڼونه تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د ننګرهار کانال پروژه کې د سولري برښنا په واسطه 20 زره جریبه ځمکه خړوبېږي، چې زرګونو کسانو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده. د یاد کانال پر سولري برښنا د آسیا پرمختیايي بانک له لوري 142 میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې د 1.2 میګاواټه برښنا په تولید سره یې د دغه کانال د برښنا د کمښت ستونزه تر ډېره هوار کړې ده.

د ننګرهار کانال پروژه کې د زیتونو او ترکاڼۍ پر فابریکو او خرما بڼ سربېره د کبانو روزنې لسګونه فارمونه هم جوړ شوي، چې عملاً یې محصولات بازار ته وړاندې کېږي.

محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د «ننګرهار کانال پروژه» ملي او حیاتي وبلله او د رامنځته شویو نوښتونو له امله یې د مسؤلینو له هڅو قدرداني وکړه. د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د تېر کال په پرتله د یادې پروژې د زیتونو حاصلات زیات شوي دي.