د افغانستان په اقتصادي کنفرانس کې د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

د مجلس ټولو ګډونوالو ته سلامونه او نیکې هیلې!

هر ښاغلي او آغلې په خپل نوبت سره د اړوندو امورو په اړه ښې خبرې وکړې. موږ له نړیوالو همکارانو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي لیدلوري هرکلی یې وکړ. زه ډېر څه ویل نه غواړم، یوازې د ځینو شیانو بیا ذکر کول غواړم. افغانستان چې په کوم بشري وضعیت کې قرار لري، د نړۍ ټول بشردوستان یې ویني او په ورځني ډول تبصرې هم پرې کوي. خو دې حالت ته په کتو چې په عمل کې د نړیوالو له لوري څه کیږي، ډېر کم دي او د افغانستان ستونزه پرې نشي حل کېدلی. ملګرو ملتونو او نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو چې د بشردوستانه مرستو د دوام تر څنګ د افغانستان د پراختیایي اړتیاوو لکه د کلیو پراختیا او خلکو د معیشت پر جوړولو ټینګار وکړ، موږ یې هرکلی کوو. موږ دا انګېرو چې ټولو نړیوالو بشري ادارو د افغانستان مشکل درک کړی دی؛ نو بناءً له ټولو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان په باب د خپل مسئولیت په اداء کولو کې نور تأخیر ونه کړي او له افغان ولس سره هغه څه وکړي، چې اصلي ستونزه یې پرې حل شي او افغانان د یوې ښې راتلونکې په لور ګامونه واخلي.

خصوصي سکتور

په افغانستان کې خصوصي سکتور خپل ځانګړی حیثیت لري. که د هېواد خصوصي سکتور په پښو ودرول شي، نو امید دی چې د افغانستان د اقتصاد ستونزه به تر ډېره حده ورسره حل شي. لکه څنګه چې په لرلید کې بیان شوي دي، زموږ هدف په اوږدمهال کې د افغانستان خودکفایي ده او دا خودکفایي د خصوصي سکتور د ملاتړ، د زراعت، کانونو او ترانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو په برخه کې د پانګونې له لارې عملي کېدای شي. زموږ له لیدلوري سره سم چې حنفي صاحب تشریح کړ، موږ د دې وړاندیز هرکلی کوو چې پر خصوصي سکتور ولاړ اقتصاد رامنځته شي او د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د پانګوالو په ځانګړې توګه د کوچنیو او متوسطو پانګونو د ملاتړ لپاره لازم سهولتونه برابر او د پانګوالو د پانګونو په اړه د امن ډاډ ورکړي. خصوصي سکتور د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري او همدا اوسمهال یې هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول یو نیم میلیون کسانو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده. د افغانستان د خصوصي سکتور د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره د افغانستان د نوي اسلامي حکومت تر څنګ باید د سیمې او نړۍ هېوادونه او اقتصادي شرکتونه هم دې مجال ته را وړاندې شي، څو د افغانستان د اقتصاد د راپورته کولو په پروسه کې په داسې ډول سهیم شي، چې هم افغانستان پر خپلو تولیداتو او سوداګرۍ یو متکي اقتصاد ولري او هم یې په خپلو فعالیتونو کې چاپېریالي دستورالعملونو ته خاصه پاملرنه کړې وي او هم یې خپله هوا او اوبه له ککړتیا څخه ژغورلي وي. د افغانستان اسلامي امارت د ترانزیټ او له سیمه‌ییزو همکاریو څخه د رامنځته شویو پروژو لکه ټاپي، ټاپ، کاسا زر او رېل پټلۍ د پلي کولو لپاره ژمن او هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

د بانکونو موضوع

په ننني عصر کې بانکونه د یو هېواد په اقتصادي فارم کې د ملا تیر بلل کیږي. که د یو هېواد بانکي سیستم ړنګ شي، نو په اتوماتیک ډول یې اقتصاد ورسره نړېږي چې له امله یې په هغه هېواد کې ناامني، د خلکو فرار، مهاجرتونه او نور مشکلات پيدا کېږي. د افغانستان مهم او ستراتیژیک موقعیت ته په کتو به د داسې ناخوالو د رامنځته کېدلو اغېز یوازې تر افغانستان پورې محدود نه وي؛ بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته به یې هم اغېز غځېږي. نو بناءً موږ له نړیوالو غوښتنه لرو چې د افغانستان  بانکونو ته نغدې پیسې برابرې کړي.

له نېکه‌مرغه د الودیعة اسلامي بانکي سیستم د افغانستان بانک لخوا معرفي شوی دی او موږ هیله‌مند یو چې په ګټو کې د زیاتوالي له لارې به د بانکونو ستونزې تر یو ځایه حل کړي؛

د کنفرانس ګډونوالو په تېره بیا خصوصي سکتور په یوه غږ د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو او د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو غوښتنه وکړه، چې موږ یې هرکلی کوو؛

د دې شتمنیو د آزادولو ډېره ګټه خصوصي سکتور، بانکي سکتور او د افغانستان خلکو ته رسیږي؛

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او نورو نړیوالو همکارانو څخه د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو په برخه کې له ترسره شویو هلو ځلو ځانګړې مننه کوو؛

له ملګرو ملتونو څخه هیله لرو چې افغانستان ته انتقال شوې بشردوستانه فزیکي پیسې د افغانستان د نورو سوداګریزو بانکونو له لارې هم توزیع شي، څو دا کار پر خصوصي بانکونو د خلکو د لا زیات باور سبب وګرځي؛

موږ د امریکا د خزانې وزارت لخوا د صادرو شویو مجوزو هرکلی کوو، خو غوښتنه مو دا ده چې راتلونکې مجوزې د خصوصي سکتور په برخه کې د سیمه‌ییزو هېوادونو پانګونو ته لاره هواره کړي او دا غوښتنه هم کوو چې راتلونکې مجوزې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو معاملې له میانجي بانکونو سره تسهیل کړي.

د زراعت موضوع

افغانستان یو زراعتي هېواد دی او د زراعت لپاره مناسبه ځمکه او اوبه لري؛ خو تر اوسه لا د هېواد زراعت ماشیني شوی نه دی او کار یې په ابتدایي او ساده وسائلو ترسره کیږي. د افغانستان نفوس ته په کتو اړتیا ده چې په زراعت کې له پرمختللو وسائلو  څخه کار واخیستل شي او په هغه پیمانه شي چې د افغان ولس لپاره د کورني زراعت تولید کفایت وکړي او له بهر څخه د زراعتي شیانو د راواردولو چندانې ضرورت پاتې نشي.

زراعت او کانونه د افغانستان د اسلامي امارت د لیدلوري د لومړیتوبونو په سر کې قرار لري. له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې د نورو مجالونو تر څنګ په دې مجال کې هم له نړۍ او هم په ځانګړي ډول له هغو زراعتي هېوادونو سره تعامل ولري، چې له ماډرنو زراعتي وسائلو څخه برخمن دي، څو خپل هېواد له فقر او غذایي بې ثباتۍ څخه راوباسي.

موږ له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې د کانونو، منرالونو او همدارنګه د نفتي موادو پر استخراج او تصفیه پانګونه وکړي؛

همدا راز له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د ډبرو له سکرو څخه د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي، ځکه چې دا کار د اټکل له مخې هر کال د ۳۰۰ میلیونو ډالرو سپما سبب کېږي؛

کورني او بهرني پانګوال دې وهڅول شي چې هېواد ته نوې ټکنالوژي او مهارتونه انتقال کړي، څو د کاني موادو د پروسس او نړیوالو مارکیټونو ته د انتقال لپاره لازم تسهیلات رامنځته کړي؛

د چين له ولسي جمهوریت څخه مننه کوو چې خپله علاقمندي يې د طبي بوټو او زراعتي محصولاتو په پروسس کې د پانګونې لپاره وښودله؛

د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د زراعت او صنعت سکتورونو تر منځ تړاو رامنځته کړي؛

موږ ټول تخصصي کادرونه حفظ او د کار مناسبه فضا ورته برابروو.

د افغانستان د اقتصاد په ننني کنفرانس کې په ملي او بین المللي کچه دا ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت د خلکو له اقتصادي ستونزو او ننګونو څخه خبر دی او د دغو ستونزو د حل لپاره مناسب پروګرامونه او تګلارې لري، چې په پلي کېدو سره به یې یادې ستونزې تر ډېره حده حل شي.

 

له توجه څخه مو مننه