د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته سفر وکړ

نېټه: 2022، سپټمبر 2مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د 1444 ه‌ق کال د صفرالمظفر میاشتې په 5مه نېټه چې د روان 1401 لمریز کال د سنبلې میاشتې له 11مې نېټې سره برابره ده، د ځینو لوړو پوړو دولتي چارواکو په ملتیا د افغانستان د علماوو، قومي مخورو، سوداګرو او پانګوالو له لوري په جوړه شوې لویه اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په لومړي سر کې ټولو راغلو علماوو، قومي مخورو، پانګوالو، صنعتکارانو، ملي سوداګرو او د هرات ولایت اوسېدونکو ته سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې او خوشالي یې څرګنده کړه، چې له لسیزو ناامنیو وروسته د هرات شریف ولس له سرتاسري امنیت برخمن دی او د ژوند ټولې چارې یې د امن په فضاء کې ترسره کېږي.

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال دغه جوړې شوې ناستې ته په وينا کې وويل، پر افغانستان د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو سره د هرات ولايت د سوداګرو او پانګوالو ستونزې حل شوې، د کار زمینه ورته برابره شوې او بشپړ امنیت یې خوندي شوی، چې د امنیت خوندي کولو یې پر کارونو ښه اغېز کړی دی.

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان اسلامي امارت له فتحې وروسته توانېدلی چې په بېلابېلو برخو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي، چې الحمدالله په ځینو برخو کې اوس د پانګوالو لخوا عملي کارونه هم شروع شوي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه لویې اقتصادي غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، زه د یو مسؤل حکومت په استازیتوب د هرات ولایت سوداګرو او پانګوالو ته اطمینان درکوم، چې ستاسې اقتصادي طرحه به تر ارزونې وروسته زموږ د اجراأتو په سر کې قرار ولري او ژر تر ژره به یې د عملي کېدو چارې پيل شي.

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات اوسېدونکو، سوداګرو او پانګوالو ته زيرى ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې چارې له هرات څخه شروع شي او لومړۍ ګټه به يې هم د دغه ولايت اوسېدونکو ته ورسېږي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وويل، پر ټاپي پروژه سربېره به د هرات ولايت په صنعتي پارک کې د پنځم فاز چارې پيل شي، د سیمنټو فابریکې ته نږدې به د پل هاشمي په سيمه کې صنعتي ښارګوټى جوړ او د پاشدان او شنډنډ بندونو کارونه به هم په نږدې راتلونکي کې بيا پیل شي.

د غونډې ګډونوالو هم د افغانستان اسلامي امارت د ملکي او نظامي مسؤلینو له چلند خوښي څرګنده کړه او وویل، دوی خوشحاله دي چې پر ټول افغانستان بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی او نور افغانان د خپل واک او دريځ خاوندان دي.