د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ولایت ته سفر وکړ

نېټه: 2022، جولای 26مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د حج فریضې مناسکو تر ادا‌ء کولو او افغانستان ته تر راستنېدلو وروسته د 1443 قمري کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په 26مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د خپل پلارني ټاټوبي ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ ته سفر وکړ.

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له مسؤولینو، مجاهدینو او عامو خلکو سره وکتل او په دغه ولایت کې له راغلي امنیتي وضعیت، د وروستیو بارانونو له کبله زیانمنو شویو هېوادوالو ته په وخت د لازمو مرستو رسولو او په بېلابېلو برخو کې له ترسره شویو کارونو یې ستاینه وکړه.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو مسؤولینو ته د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې په ډېر صداقت او رښتينولۍ سره د دغه ځورېدلي ملت خدمت وکړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، دا هغه خلک دي چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې هر ډول قربانۍ ورکړې دي او ډېر تکلیفونه یې ایستلي دي، اوس یې حق دی چې اسلامي امارت ورته د ارام ژوند زمینه برابره کړي.

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د سیمې له اوسېدونکو، سپين‌ږیرو او مخورو سره د لیدلو پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د دوی ژوند ښه کولو، بېکارۍ کچې له منځه وړلو او د ولس ستونزو حل کولو لپاره شپه او ورځ کوښښ کوي او په دغه برخه کې له نېکه‌مرغه ښې لاسته راوړنې هم لري.

د سیمې اوسېدونکو هم د اسلامي امارت د ملکي او نظامي مسؤلینو له چلند خوښي څرګنده کړه او وویل، دوی خوشاله دي چې پر ټول افغانستان بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی او نور د نفرت، قومي تعصب او نفاق لمن ټوله شوې ده.