ملت ته د دولت حساب ورکونې په پار جوړه شوې ستاینغونډه کې د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

نحمده و نصلي على رسوله الكريم و علی اله و اصحابه اجمعین أما بعد فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان اسلامي امارت قدرمنو مسئولینو، د کابینې محترمو وزیر صاحبانو، د رسنیو ښاغلو استازو او په تالار کې ناستو ټولو مېلمنو ته

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

هیله لرم چې ټول به جوړ یاست او د ژوند چارې به مو ښې روانې وي.

لومړی له هغو کسانو مننه کوم، چې دغه ناسته یې ترتیب کړې ده. لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده د افغانستان اسلامي امارت د بیا ځل واکمنېدو څخه له یو کال ډېره موده کیږي او الحمدلله د تېر یوه کال په جریان کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

د افغانستان اسلامي امارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې له خپل ملت سره شریکې کړې او د ملت له لوري وستایل شوې، زه هم دلته د یو څو نمونو یادونه کوم چې عبارت دي له لاندې مواردو څخه:

       په ټول هېواد کې د شرعي نظام حاکمېدل؛

       اداري اختلاس او د تریاکو کښت صفر کېدل؛

       ملي بودیجه له کورنیو سرچینو ترتیبول؛

       د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ باثباته ساتل؛

       تر ۴ لکو ډېرو ملکي دولتي کارمندانو ته پر خپل وخت د معاشونو ورکول؛

       د موازي ادارو له منځه وړل او په ادارو کې د کاري پروسو د اسانه کولو پر لور جدي ګامونه اخیستل؛

       لسګونو زرو هېوادوالو ته په پراختیایي پروژو او کانونو برخه کې د کار زمینه برابرول؛

       په تعلیمي، تحصیلي او روغتیایي برخو کې د ډېری ستونزو حل کېدل؛

       د لویو لارو بیارغونه پيلېدل؛

       د هېواد په کچه د بنسټیزو پروژو پرانیستل لکه د قوش‌تېپې کانال، افغان انویسټ شرکت، د کجکي بند دویم فاز، د پیروزي ښارګوټي صنعتي پارک او د قشقرې تېلو بلاک یې د مثال په ډول یادولی شو؛

       د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره د سهولتونو رامنځته کول؛

       د لسګونو زرو معتادینو تداوي؛

       او د زرګونو سوالګرو راټولول چې دا پروسه اوس هم روانه ده.

تاسو ته بهتره معلومه ده، موږ ته داسې یو غربت ځپلی نظام او اداره په میراث راپاتې شول، چې چارواکو یې له خپل ځان او کورنۍ پرته ملت او ولس ته هېڅ کار نه دی کړی.

د تېرو شلو کلونو اشغال څخه په میراث راپاتې ستونزې په یوه کال کې نشي حل کېدای، خو بیا هم د تېر یوه کال په جریان کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي. افغانستان سره له ټولو ستونزو او دردونو بیا هم د امید او آبادۍ په لور چټک ګامونه اخلي.

په پای کې زه د ټولو حکومتي مسؤولینو له هڅو قدرداني کوم او په کارونو کې د الله جل جلاله له دربار څخه ورته کامیابي غواړم.

له توجه څخه مو مننه