محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس کې ګډون وکړ

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۲:۲
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یاد کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، اوبه د الله تعالی یوازینی بې بدیله نعمت دی او له هغه پرته د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند، د هېوادونو اقتصادي وده او پراختیا امکان نه لري. د اسلام مبارک دین د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ ته له اوبو سره د سم چلند په اړه دیني مکلفیت راجع کوي او له بل لوري له نړۍ سره د سیالۍ، اقتصادي ودې او د راتلونکو نسلونو د حقونو خوندي کولو لپاره د اوبو پایښت لرونکی او مسلکي مدیریت ډېر اړین او ستر ملي مکلفیت ګڼل کېږي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، که څه هم اوبه نوې کېدونکې طبیعي سرچینه ده، خو بیا هم په اوسنۍ نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو زیاتېدونکو اړتیاوو او له اوبو سره د انسانانو د ناسم چلند له امله په جدي توګه د هغه کمښت حس کېږي او په مسلسله توګه د کمېدو په حال کې دي. دې ناورین د هېوادونو پر خپل منځي او نړیوالو سیاسي او اقتصادي اړیکو هم منفي اغېزه کړې ده.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل:« افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې او زېرمې لري، خو له بده مرغه د هېواد په معاصر تاریخ کې له دغه ستر نعمت سره د بېلابېلو عواملو له امله مسلکي او ملي چلند نه دی شوی. نو په دې اساس اوس زموږ او ستاسې ګډ مسوولیت دی چې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو څخه په استفادې د اوبو د غوره مدیریت لپاره اساسي ګامونه واخلو. » د محترم ملا صاحب په خبره، په همدې موخه د خپل حق له اوبو د ښې استفادې او مدیریت په موخه د افغانستان اسلامي امارت خپلې هڅې کوي چې یوه بېلګه یې د قوش تېپې کانال کیندل او د ځینو نورو بندونو تړل او رغول دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په پای کې د اوبو د غوره مدیریت په برخه کې نننی کنفرانس او دلته د پوهنتونونو د استادانو او اوبو برخې متخصصینو له لوري د څېړنیزو مقالو او تجربو شریکول مهم وبلل او هغوی ته یې د لا زیاتو او دقیقو څېړنو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري په هېواد کې د اوبو غوره مدیریت، تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې، د اوبو د سالمې استفادې او ککړتیا د مخنیوي په موخه د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی دی. یاد کنفرانس ته د امارتي ادارو  یوشمېر مسوولین، د بهرنیو معتبرو پوهنتونونو استادان، د نړیوالو سازمانونو استازي او د اوبو مدیریت برخې کورني او نړیوال څېړونکي او متخصصین رابلل شوي چې ۱۳۵ څېړنیزې مقالې به پکې شریکې شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۴:۵۰
Background image

معاون اقتصادی ریاست‌الوزراء با هیأت به رهبری رئیس خط آهن ایران دیدار نمود

محترم ملا عبدالغنی برادر آخند، معاون اقتصادی ریاست‌الوزراء، بتاریخ هشتم ماه جدی ۱۴۰۴ خورشیدی، با هیأت به رهبری جبارعلی ذاکری، رئیس ادارهٔ خط آهن جمهوری اسلامی ایران، در قصر مرمرین دیدار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۲:۳۰
Background image

کار ساخت پُل هوایی مقابل مقام ولایت کابل آغاز شد

محترم ملا عبدالغنی برادر آخند، معاون اقتصادی ریاست‌الوزراء ، امروز سه‌شنبه نهم ماه جدی ۱۴۰۴ خورشیدی، کار ساخت پل هوایی به‌منظور تسهیل رفت‌وآمد وسایط نقلیه را در مقابل مقام ولایت کابل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۳۲
Background image

معاون اقتصادی ریاست الوزراء چهار سب استیشن را در ولایت هرات به بهره برداری سپرد

معاون اقتصادی ریاست الوزراء، محترم ملا عبدالغنی برادر آخند امروز چهار سب استیشن را در ولسوالی های کرخ، پشتون زرغون، اوبه و چشت شریف ولایت هرات افتتاح کرد. ۴۰ هزار خانواده از طریق این سب. . .

BACK TO NEWS