ژوندلیک

ملا عبدالغني برادر اخوند په ۱۹۶۳م کال د افغانستان د جنوبي ولایت ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې زیږېدلی دی. نوموړی په قوم پښتون او د دراني قبیلې په پوپلزي پښې پورې تړاو لري. اصلي نوم یې عبدالغني دی او دا چې د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله نږدې دوست و، نو د «برادر» لقب هم د لومړي ځل لپاره د هغه لخوا ورکړل شوی دی. ملا عبدالغني برادر اخوند خپلې زده کړې په بېلابېلو مدرسو کې کړې دي، خو پر افغانستان د شوروي اشغال او د هغه پر وړاندې جهاد دې ته پرېنښود، چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د ځوانۍ پر مهال له ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله سره ملګری شو او له هغه سره یو ځای یې په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د شوروي اتحاد پر ضد په کندهار کې د حرکت د غړو په توګه له یونس خالص سره جهاد پیل کړ. کله چې په افغانستان کې د مجاهدینو تر منځ داخلي جګړې پیل شوې او د جهاد مشرانو د چوکۍ او موقف پر سر د هېواد کلي او ښارونه ونړول؛ نو ملا عبدالغني برادر اخوند د درېیو نورو کسانو په ګډون په ۱۹۹۴م کال کې د اسلامي امارت د تاسیس بنسټ کېښود. اسلامي امارت د دوو کلونو په تېرېدو یعنې په ۱۹۹۶م کال کې د افغانستان تقریباً ټوله خاوره تر خپل واک لاندې راوسته او په هېواد کې یې د پخوانیو احزابو او ډلو ټپلو لمن ورټوله کړه. د اسلامي امارت د واک پر مهال ملا عبدالغني برادر اخوند له (۱۹۹۶-۲۰۰۱م) کال پورې بېلابېلې دندې ترسره کړې، چې د هرات او نیمروز ولایتونو مسؤلیت یې د یادونې وړ دی.

کله چې په ۲۰۰۱م کال کې امریکا پر افغانستان برید وکړ، نو هغه مهال ملا عبدالغني برادر اخوند د دفاع وزارت مرستیال و. د امریکا له لوري د افغانستان تر اشغال وروسته بیا د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا غړی او د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله مرستیال وټاکل شو.

د امریکا او پاکستان استخباراتي سازمانونو په ۲۰۱۰م کال ملا عبدالغني برادر اخوند په کراچۍ ښار کې ونیو او زنداني یې کړ. نوموړي له زندان څخه وړاندې یوازې څو عمومي بیانیې درلودې، چې په هغو کې یوه یې هم له «نیوز ویک» اونیزې سره مرکه یادولی شو. نوموړي همغه مهال د سولې په تړاو د نیوز ویک د پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: «د سولې اصلي شرط له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي

ملا عبدالغني برادر اخوند په ۲۰۱۸م کال کې له څه باندې ۹ کلونو زندان تېرولو وروسته د پاکستان له زندان څخه آزاد شو او د اسلامي امارت له لوري په قطر کې د سولې خبرو اترو د پر مخ وړلو مسئولیت ورته وسپارل شو. کله چې نوموړی قطر ته ورسېد، همغه مهال په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسؤل وټاکل شو. ملا عبدالغني برادر اخوند له امریکا سره تر دوو کلونو اوږدو مذاکراتو وروسته په ۲۰۲۰م کال کې د اسلامي امارت په استازیتوب د دوحې تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون اصلي شرط دا و، چې له افغانستان څخه باید ټول بهرني ځواکونه ووځي.

له دې وروسته له کابل ادارې سره د سولې په اړه خبرې اترې پیل شوې. د دغو خبرو په دوام کې د اسلامي امارت مشرانو ځینو هېوادونو ته سفرونه هم وکړل، چې د پلاوو مشري یې د ملا عبدالغني برادر اخوند پر غاړه وه. نوموړي د ۲۰۲۱م کال په جنوري میاشت کې په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «جواد ظریف» سره ولیدل او له هغه سره یې په افغانستان کې د باثباته دولت د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې. له دې وروسته یې بیا د همدغه کال په جولای میاشت کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر «وانګ یي» سره هم وکتل.

په ۲۰۲۱م کال کې د کابل له سقوط درې ورځې وروسته یعنې د اګست په ۱۸مه ملا عبدالغني برادر اخوند له ځینو لوړپوړو طالب چارواکو سره کندهار ته را ورسېد او له هغه وروسته د اګست په ۲۳مه کابل ته راغی.

ملا عبدالغني برادر اخوند د ۲۰۲۱م کال په سپټمبر میاشت کې د ټایمز مجلې لخوا د ۲۱مې پېړۍ د سلو اغېزناکو کسانو په لېست کې هم راغی.

ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي امارت د کابینې له جوړېدو سره سم د ریاست‌الوزراء لومړی مرستیال وټاکل شو او پر هغه سربېره د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون او پېښو ته د رسېدو عالي کمېسیون مسؤلیت هم پر غاړه لري.