ایکو غونډې په څنډه کې؛ د ټاپي پروژې د همغږۍ او پرمختګ پر موضوع خبرې وشوې

مقاله

د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) دوه ورځنۍ غونډه د اذربایجان په فوزولي ښار کې پېلېږي. د دې غونډې په څنډو کې د سیمې د اقتصادي همکاریو تر څنګ د سیمه ‌ییز اتصال په مهمو پروژو، په ځانګړې توګه د ټاپي ګازو نللیکې پروژې پر همغږۍ او پرمختګ خبرې وشوې.

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب په یاده غونډه کې ګډون کړی. نوموړي د غونډې په څنډو کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره لیدنه وکړه او ويې ویل چې په افغانستان کې به د دې پروژې چارې له کوم ځنډ او خنډ پرته پرمخ ولاړې شي.

ټاپي پروژه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د طبیعي ګازو د لېږد یوه ستره سیمه‌ییزه پروژه ده، د منځنۍ اسیا ګاز د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته انتقالوي. د دې پروژې اوږدوالی شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره دی، چې له ډلې یې ۸۱۶ کیلومتره د افغانستان له خاورې تېرېږي.

په ترکمنستان کې د پروژې چارې بشپړې شوې دي. په افغانستان کې بیا د اسلامي امارت تر راتګ وروسته دا پروژه بېرته فعاله شوه او دا مهال یې کارونه په هرات ولایت کې په چټکۍ روان دي. د وروستیو معلوماتو له مخې، تر دې دمه نږدې ۱۵ کیلومتره نللیکه غځول شوې او شاوخوا ۳۰ کیلومتره ځمکه د پروژې د دوام له پاره چمتو شوې ده.

د دې سترې پروژې له پلي کېدو سره به هر کال د ترکمنستان شاوخوا ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته انتقال شي. د جنوبي اسیا د نفوسو زیاتوالی او د انرژۍ د سرچینو کمښت دا اړتیا لا پسې زیاتوي او دا پروژه یې د یوې ستراتېژیکې اړتیا په توګه مهمه کړې ده.

د افغانستان له پاره ټاپي پروژه ګڼې اقتصادي ګټې لري. له دې لارې به نه یوازې زرګونه کاري فرصتونه رامنځته شي، بلکې افغانستان ته به هر کال شاوخوا ۱.۵ میلیارده مترمکعب ګاز هم ورکړل شي. دا کار به د هېواد د انرژۍ اړتیاوې تر ډېره پوره کړي او له نورو هېوادونو څخه به د ګازو د وارداتو اړتیا کمه کړي. ترڅنګ به یې افغانستان د نللیکې له لارې د ترانزیت له درکه ډېر عواید هم ترلاسه کړي.

اسلامي امارت د سیمه ‌ییز اتصال پروژو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې ټاپي پروژه په ټاکلي وخت او له اړونده هېوادونو په همغږۍ بشپړه کړي.