ایکو غونډې په څنډه کې؛ د مزار شریف-هرات او کندهار اوسپنې پټلۍ له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا د نښلون پر موضوع بحثونه

مقاله

په اذربایجان کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) ۱۷مه سرمشریزه غونډه روانه ده. هلته د ایکو سازمان د لسو غړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لیدنې کېږي او د سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او نورو مهمو اقتصادي فرصتونو په اړه به په کې بحثونه وشي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان جمهوریت له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره لیدلي او د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ يې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو په اړه خبرې کړي دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ازبیکستان جمهوریت له ولسمشر څخه د اوسپنې پټلۍ پروژه کې د پانګونې بلنه ورکړه.

د سیمې یو شمېر هېوادونو د دغې پروژې په پلي کولو کې لېوالتیا ښودلې او تمه کېږي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال به د ایکو سازمان په څنډه د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره د یادې موضوع په اړه خبرې وکړي.

یاده پروژه د سیمه ییز اتصال په برخه کې یوه مهمه پروژه ده چې کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه او سیمه ییز اتصال لا نور پياوړی کړي. د اوسپنې پټلۍ دغه پروژه له په مزار شریف د ازبیکستان له اوسپنې پټلۍ څخه پېلېږي، هرات ته رسېږي او بیا له هرات څخه تر کندهاره غځېږي چې بیا په بلوچستان کې د پاکستان د اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلي. د دې پروژې په واسطه به روسیه او منځنۍ اسیا د سویلي اسیا له هېوادونو سره ونښلي. د اوسپنې پټلۍ دا لاره به د مسکو او نوي ډیلي ترمنځ د نورو لارو په پرتله ډېره لنډه وي.

افغانستان هم د دې پروژې له عملي کېدو ډېره ګټه ترلاسه کوي. د دغې پروژې په عملي کېدو سره به افغانستان وکولی شي چې په سیمه کې د غځېدلې اوسپنې پټلۍ له شبکو سره وصل شي او بیا د همدې لارو په واسطه د روسیې، منځنۍ اسیا، اروپا او سویلي اسیا بازارونو ته لاره ومومي. دغه راز، له دې لارې به افغانستان د ایران دوه مهمو بندرونو (چابهار او بندر عباس) ته هم لاسرسی ترلاسه کړي. د  د دغه لارې په فعالیت سره به د هېواد په داخلي تولیداتو او صادراتو کې زیاتوالی راشي او هم به د وارداتو کچه زیاته او د وخت د سپما له امله به د توکو په قیمتونو کې کموالی راشي.

دغه پروژه ۱۴۶۸کیلومتره اوږدوالی لري چې لومړی فاز يې له مزار شریف څخه تر هرات پورې ۶۵۷ کیلومتره کېږي او دویم فاز يې له هرات څخه تر کندهار (سپين بولدک) پورې ۸۱۱کیلومتره کېږي. یاده پروژه د افغانستان له نهو ولایتونو او ۳۷ ولسوالیو څخه تېرېږي.

د افغانستان اسلامي امارت د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ د سیمه ییز اتصال له پاره هڅې کوي او په مختلفو کنفرانسونو، ناستو او د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره يې په دې اړه بحثونه کړي دي.

د ایکو سازمان د نورو مهمو اقتصادي موضوعاتو ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ په اړه د ښکېلو هېوادونو ترمنځ یو تفاهم ته د رسېدو په موخه یو ښه فرصت دی او تمه کېږي چې د اوسپنې پټلۍ په اړه به ښه خبرونه ولرو.