وچې او تازه میوې؛ سږ کال یې له بدیلو سوداګریزو لارو د صادراتو کچه زیاته شوې
قیس احمد
سریزه
اسلامي امارت د تېرو څلورو کلونو پرمهال د هېواد د اقتصادي ودې په موخه په مختلفو سکټورونو کې جدي هڅې پيل کړې دي. له دې سکټورونو یو هم سوداګري ده چې د پخوا په پرتله یې حجم د پام وړ زیات شوی. د سوداګرۍ د حجم زیاتېدو یوه عمده او مهمه برخه صادرات دي، چې د لومړي ځل لپاره په تېرو څلورو کلونو کې تر دوه میلیاردو ډالرو واوښتل.
د افغانستان د صادراتو یوه مهمه برخه وچې او تازه میوې جوړوي، چې د کیفیت او بڼې له امله په نړیواله کچه ښه شهرت لري. اسلامي امارت د تېرو څلورو کلونو پرمهال ګاونډیو، سیمې او د نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو او په ځانګړي ډول د وچو او تازه میوو د لېږلو په موخه د لویو سوداګریزو لارو بیارغونه پيل کړې ده، د اوسپنې پټلۍ شبکې یې غځولې دي او په دې وروستیو کې هڅه دا ده، چې پر ځمکنیو لارو سربېره د هوايي کارګو له لارې هم د وچو او تازه میوو صادرات ولري.
اسلامي امارت کوښښ کوي چې د سوداګرۍ او په ځانګړي ډول د وچو او تازه میوو د صادراتو په برخه کې پر یو هېواد متکي نه وي، بلکې په یو وخت کې له څو مختلفو لارو ټولو هېوادونو ته صادرات ولري. موږ په همدې اړه د اسلامي امارت هڅو ته لنډه کتنه کوو.
صادرات
صادرات له يو هېواد څخه نورو هېوادونو ته د توکو او خدماتو د خرڅلاو او لېږدولو په مانا دي. دغه بهير د نړيوالې سوداګرۍ يوه برخه ده او د هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري. افغانستان هم په مختلفو برخو کې نورو هېوادونو ته صادرات لري، چې مهم هغه یې وچې او تازه میوې دي.
وچې او تازه میوې
افغانستان یو کرنیز هېواد دی او زیاتره وګړي یې پر کرنه مصروف دي. د دغه سکټور یوه مهمه برخه بڼوالي ده چې په افغانستان کې یې د پخوا په پرتله پراخوالی موندلی دی. د افغانستان تر ټولو مشهورې وچې او تازه میوې هندواڼې، خټکي، مڼې، انار، زردالو، انځیر، انګور، بادام، چهارمغز، ممیز، جلغوزي او آلوبخارا دي.
۱۴۰۴ کال کې د میوو صادرات
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر اساس، افغانستان د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت وچې او تازه میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې کړې دي. دغه صادرات د ځمکنیو لارو، ترانزیټ او هوايي دهلیزونو له لارې ترسره شوي دي.
د ۱۷۳.۹ میلیون ډالرو په ارزښت د ایران، پاکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او تاجکستان له لارې وچې او تازه میوې ترانزیټ شوې دي او هڅه دا ده، چې دغه کچه نوره هم لوړه شي. همدا ډول بیا د ۱۸.۶ میلیون ډالرو په ارزښت د هوايي دهلیزونو له لارې هم وچې او تازه میوې صادرې شوې دي.
دغه صادرات هند، روسیې، چین، ازبیکستان، سعودي عربستان، قزاقستان، قطر، ایران، عراق، متحده عربي اماراتو، پاکستان، تاجکستان او یوشمېر نورو هېوادونو ته شوي دي.
انځر، پسته، بادام، چهارمغز، ممیز، جلغوزي، انګور، زردالو، انار، مڼې، خټکي، ګیلاس، هندواڼې، ناک او یوشمېر نور هغه میوې دي چې بهر ته صادرې شوې دي. په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت وچې او تازه میوې صادرې شوې وې، خو د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بیا ۵۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت وچې او تازه میوې صادرې شوې دي، چې د تېر کال په پرتله ډېر زیاتوالی ښيي. دلیل یې دا دی، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ په برخه کې پر یو هېواد او یوازې پر یوه لار تکیه نه ده کړې؛ بلکې د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې غواړي سوداګریزې بدیلې لارې فعالې او له ټولو ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره ښه تجارت ولري.
بدیلې سوداګریزې لارې
د افغانستان اسلامي امارت واک ته د رسېدو له لومړیو ورځو د هېواد اقتصاد ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او په دې برخه کې یې ډېر تمرکز پر سوداګرۍ کړی دی. د سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره یې اساسي ګامونه اخیستي چې مهم هغه یې د بدیلو سوداګریزو لارو پيدا کول دي.
اسلامي امارت د هېواد دننه د ټولو لویو سوداګریزو لارو لکه کابل – کندهار، سالنګ، کابل – جلال اباد، خواف – هرات اوسپنې پټلۍ شبکې د پاتې فازونو جوړول، د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ شبکې بیارغونه، د سوداګریزو بندرونو پراخول او هلته د خدماتو د وړاندې کولو د وخت غځول او ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته کول، د ولایتونو ترمنځ د نښلېدونکو سړکونو بیارغونه او دې ته ورته اړین ګامونه پورته کړي دي. دې ګامونو له شک پرته د هېواد دننه سوداګري اسانه او پراخه کړې ده او په ورته وخت کې هغه توکي چې بهر ته صادریږي، په لنډ وخت او لږ لګښت سره په ښه ډول تر اصلي منزل پورې رسېږي. د اسلامي امارت له راتګ وړاندې د معیاري سوداګریزو لارو نشتون د سوداګریزو توکو د انتقال پر وړاندې لوی خنډ و، چې له امله یې ډېری توکي په ځانګړي ډول تازه میوې خرابېدې.
د همدې لارو د جوړولو له برکته د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په مستقیم ډول له افغانستان څخه ایران، ازبیکستان، تاجسکتان او پاکستان ته د ۹۷.۵ میلیون ډالرو په ارزښت وچې او تازه میوې صادرې شوې دي، چې د پخوا په پرتله د پام وړ پرمختګ ښيي.
پر دې سربېره اسلامي امارت د ترانزیټ لارو بیا فعالولو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده. په دې اړه یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پوره همغږي رامنځته کړې او ډېری ستونزې حل شوې دي. د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د ایران، پاکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او تاجکستان له لارې د ۱۷۳.۹ میلیون ډالرو په ارزښت وچې او تازه میوې ترانزیټ شوې دي، چې د پخوا په پرتله د پام وړ لوړ رقم دی. تمه ده چې د روان کال تر پایه به دا شمېره دوه برابره نوره هم لوړه شي.
له دې ورهاخوا د هوايي دهلیزونو فعالولو ته هم اسلامي امارت ځانګړې پاملرنه کړې ده. د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هوايي دهلیز له لارې د ۱۸.۶ میلیون ډالرو په ارزښت یوازې وچې او تازه میوې صادې شوې دي. په دې وروستیو کې هڅه دا ده چې افغانستان د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د وچو او تازه میوو د صادراتو لپاره هوايي کارګو الوتکې وپېري. په دې سره به سوداګري د پام وړ زیاته او سوداګرو ته به ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
د اوسپنې پټلۍ شبکو غځول او بیارغونه بل هغه ګام دی، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ د پراختیا او اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه پورته کړی دی. اوسمهال د خواف – هرات، اقینې، تورغونډۍ او حیرتان اوسپنې پټلۍ شبکې فعالې دي، چې په ورځني ډول پرې زرګونه ټنه سوداګریز توکي انتقالیږي. د اسلامي امارت هڅه دا ده چې په ټول هېواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکې وغځوي او پردې سربېره د هغو شبکو په غځولو کې هم پوره همکاري وکړي، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلوي. په دې برخه کې مهمې شبکې د افغان – ټرانس، د خواف – هرات شبکې پاتې فازونه، تورغونډۍ – هرات – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ شبکه او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د ټولو د تطبیق چارې روانې دي.
پایله
افغانستان اوسمهال د سوداګرۍ په برخه کې په یو هېواد او یوې لارې تکیه نه دی؛ بلکې سوداګریزې اړیکې یې له ټولو ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره پراخې او زیاتې شوې دي. افغانستان دا مهال د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره له ځمکنیو لارو، اوسپنې پټلۍ شبکو، هوايي دهلیزونو او ترانزیټي لارو څخه استفاده کوي.
اسلامي امارت د یادو سوداګریزو لارو د جوړونې او بیارغونې په برخه کې مهم او رغنده ګامونه پورته کړي، چې پر مټ یې د صادراتو او وارداتو بهیر اسانه او کچه یې زیاته شوې ده. یوازې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت وچې او تازه میوې بهرنیو هېوادونو ته د همدې لارو په واسطه انتقال شوې دي، چې د تېر په پرتله یې حجم زیات دی.
د اسلامي امارت هڅه دا ده چې یادې سوداګریزې لارې په معیاري ډول جوړې او ورغول شي، څو ورسره د سوداګرۍ حجم زیات او افغانستان د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د وصل په برخه کې خپل رول په اساسي ډول ولوبوي، چې دا نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ټولو هېوادونو په ګټه ده.