د افغانستان له پاره د بدیلو سوداګریزو لارو اړتیا

مقاله

سریزه:

بدیلې سوداګریزې لارې هغه دهلیزونه، بندرونه او مسیرونه دي چې یو هېواد یې د خپلې سوداګرۍ د تنوع، خوندیتوب، سرعت او اقتصادي ګټې له پاره د یوې محدودې لارې پر ځای له څو مختلفو مسیرونو څخه استفاده کوي. د بدیلو لارو هدف دا وي چې صادرات او واردات د ګاونډیو هېوادونو له سیاسي فشار، بندیزونو او ناڅاپي ستونزو څخه خوندي شي او سوداګرۍ ته د دوامدارې ودې زمینه برابره کړي. افغانستان چې په وچه کې ایسار هېواد دی، په یوې لارې پورې تړلی پاتې کېدل ورته تل ستونزې جوړوي، نو ځکه بدیلې سوداګریزې لارې د هېواد اقتصادي ثبات له پاره حیاتي ارزښت لري.

افغانستان په اوس وخت کې څو مهمې بدیلې لارې لري: لومړی د منځنۍ اسیا لارې چې د هوايي، رېل پټلۍ او ځمکنيو دهلیزونو په مرسته د صادراتو له پاره ډېرې مناسبې دي. دویم، د ایران چابهار بندر چې د پاکستان بندرونو یوه عملي بدیله لاره ده او د هند، خلیجي هېوادونو او نورو بازارونو ته مستقیم لاسرسی برابروي. درېیم، د لاجوردو دهلیز چې افغانستان د اروپا له بازارونو سره نښلوي. څلورم، د هوايي دهلیزونو شبکه چې افغان صادرات په چټک ډول نړۍ ته رسوي. دا ټولې لارې د افغانستان د سوداګرۍ د خوندي، متوازنې او باوري راتلونکې له پاره مهمې ګڼل کېږي.

د پاکستان له لوري د لارو بندول:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او د لارو تړل اوږد او پېچلی تاریخ لري. له ۱۹۴۷ کال وروسته، پاکستان د افغانستان اصلي ترانزیټي لاره وه او افغان سوداګرو د کراچۍ بندر له لارې خپلې سوداګریزې اړتیاوې پوره کولې. د ۱۹۶۵ او ۲۰۱۰ ترمنځ د افغانستان–پاکستان د ټرانزیټ موافقې (APTTA) له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري روانه وه، خو سیاسي کړکېچ، بې باوري او پر فرضي کرښه شخړو له امله پاکستان څو ځله د افغانستان د صادراتو او اموالو پرمخ لارې وتړلې. ډېر ځلې د افغانستان تازه او وچې مېوې او سوداګریز توکي د تورخم او چمن په دروازو کې بند پاتې کېدل، چې میلیونونه ډالر تاوان یې اړاوه. له ۲۰۲۱ وروسته، سره له دې چې سوداګري بیا فعاله شوه، خو پاکستان د امنیتي او سیاسي فشار په توګه بیا بیا لارې تړلې. همدې کړکېچ د افغانستان اسلامي امارت دې ته وهڅاوه چې بدیلو لارو لکه چابهار، منځنۍ اسیا، لاجوردو دهلیز او هوايي دهلیزونو ته ډېره توجه وکړي.

د پاکستان له لوري د لارو تړلو زیانونه:

  1. اقتصادي زیان او د صادراتو ځنډېدل:
    د افغانستان تازه مېوې، سبزيجات، وچه مېوه او نور صادرات حساس وخت لري. لارې چې وتړل شي، دا مالونه په ډيورنډ کرښه خرابېږي او سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان رسېږي.
  2. د وارداتو د بیو لوړېدل:

ځینې هغه توکي چې افغانستان ته د پاکستان له لارې ترانزیټ کېږي، نو د پاکستان له لوري د لارو تړلو له امله په افغانستان کې بیې لوړېږي، ځکه چې د توکو په انتقال کې ځنډ رامنځته کېږي.

  1. سیاسي فشار:
    پاکستان په تېر کې څو ځله د لارو تړل د فشار وسیله ګرځولې. دا وضعیت افغانستان پر یو هېواد تکیه کوي او د سیاسي فشار احتمال زیاتوي.
  2. د ترانزیټي انحصار خطر:
    په یوې لارې تکیه کول افغانستان د بحراني حالت پر مهال له بدیلونو بې برخې کوي، چې دا د اوږدمهاله اقتصادي امنیت پر وړاندې ګواښ دی.

د بدیلو سوداګریزو لارو اهمیت:

بدیلې سوداګریزې لارې د افغانستان لپاره ستراتېژیک، اقتصادي او سیاسي اهمیت لري. کله چې یو هېواد یوازې پر یوې لارې متکي وي، هر سیاسي کړکېچ، بندیز یا د لارو تړل په مستقیم ډول په ملي اقتصاد منفي اغېز پرېباسي. خو د بدیلو لارو درلودل د دې ستونزو شدت کموي او سوداګرۍ ته ثبات ورکوي. بدیلې لارې د صادراتو بازارونه ډېروي، لګښتونه کموي او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي سرعت زیاتوي. د چابهار بندر، د منځنۍ اسیا لارې، لاجوردو دهلیز، رېل پټلۍ، هوايي دهلیزونه او د ایران – ترکمنستان لارې د افغانستان له پاره مهمې بدیلې لارې دي، چې د سوداګرۍ تنوع تضمینوي. له دغو لارو څخه استفاده د ترانزیټي انحصار مخه نیسي، د سیاسي فشار کچه راټیټوي او د سوداګرو اعتماد پیاوړی کوي. همدارنګه، بدیلې لارې د ترانزیټي عوایدو په زیاتېدو، د صادراتو په لوړوالي، د وارداتو په ارزانه کېدو او د صنعت له پاره د موادو په با ثباته رسېدنه کې مهم رول لري. کله چې سوداګري خوندي، دوامداره او رقابتي شي، کورنی تولید هم هڅېږي او کاري فرصتونه ډېرېږي. له همدې امله بدیلې سوداګریزې لارې د افغانستان د اقتصادي امنیت او اوږدمهاله ودې له پاره ضروري دي.

پایله:

د افغانستان لپاره د بدیلو سوداګریزو لارو اهمیت یوازې یو اقتصادي انتخاب نه، بلکې یوه ملي اړتیا ده. د پاکستان له لوري د لارو تړلو تکراري تجربې وښودله چې د یوې لارې انحصار افغانستان له جدي اقتصادي زیانونو، سیاسي فشارونو، د صادراتو د ځنډېدو، د بیو د لوړېدو او د سوداګرۍ له ګډوډۍ سره مخ کوي. په مقابل کې، د چابهار بندر، د منځنۍ اسیا دهلیزونه، لاجوردو لاره، هوايي دهلیزونه او نورې بدیلې لارې د افغانستان له پاره د ثبات، تنوع، خوندیتوب او نړیوالو بازارونو ته د پراخه لاسرسي فرصت برابروي. د دې لارو فعالول نه یوازې د ترانزیټي انحصار مخه نیسي، بلکې د صادراتو د زیاتېدو، د داخلي تولید د ودې، د صنعت د پیاوړتیا او د ملي عوایدو د لوړوالي لامل هم کېږي. که د افغانستان اسلامي امارت منظم مدیریت، ديپلوماتیکې هڅې، د ګمرکونو اصلاحات او د خصوصي سکتور ملاتړ جدي کړي، افغانستان کولای شي له بدیلو لارو په بشپړ ډول ګټه واخلي او د یوه خوندي، با ثباته او خپلواک اقتصادي راتلونکي بنسټ کېږدي او پر پاکستان له تکیې ځان وژغوري.