بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې د اقامو پر ورکړه بحث وشو
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې له یو تر لسو کلونو پورې د افغانستان د اقامې د ورکړې موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته موضوع تایید او په دې اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پانګونې مقدار ته په کتو د اقامې د ورکړې وخت په کټهګوریو وویشي او د موضوع د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره خپل راپور د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د تیر (TIR) عملیې د پیل او پای د پلي کېدو پر موضوع هم بحث وشو. د دې موضوع د هراړخیزې ارزونې په اړه کمېټه وټاکل شوه، څو خپل راپور په ټاکلي وخت اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
همداراز د غونډې په پای کې د لاله او صدف ښارګوټو په اړه ټاکل شوو کمېټو د خپلو ارزونو راپورونه وړاندې کړل. د یادو راپورونو په پام کې نیولو سره له اړوندو ادارو څخه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو ښارګوټو موضوعات په هراړخیز ډول وڅیړي او راپورونه یې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.
