کانونه او د هغو قانوني استخراج
فضل ولي شیراني
سریزه
پیاوړی او مستقل اقتصاد یو هېواد له هره اړخه پیاوړی کوي. په نړۍ کې به ډېر کم داسې هېوادونه وي چې د افغانستان په څېر پرېمانه اوبه، ځنګلونه، پراخې دښتې او ددې ټولو ترڅنګ ترځمکه لاندې طبیعي زېرمې ولري.د افغانستان د طبیعي زېرمو اندازه هغې کچې ته رسېږي چې کولای شي، د نړۍ دا بې وزله هېواد پر یوه شتمن او بډایه هېواد بدل کړي؛ خو په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو کې سیاسي بې ثباتۍ، اشغال، د کانونو په برخه کې د یوه واضح قانوني چوکاټ او پالیسیو نشتوالي، اداري فساد، د پروژو ناسم مدیریت، د خپلواکو حکومتونو نه موجودیت او د اساسي زېربناوو نشتوالي په ټوله کې دې برخې ته د پاملرنې پر ځای پر بهرنیو مرستو تکیه کولو په هېواد کې د کانونو سکټور د پرمختګ مخه نیولې وه. مګر اوس چې په هېواد کې سرتاسري امنیت ټينګ دی، د فساد وېره نشته او د پروژو منظم مدیریت کېږي؛ د کانونو قانوني او منظم را ایستلو ته پام اوښتی دی. په دې وروستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې له دې وروسته له جواز پرته کان کیندنه غیر قانوني او جرم ګڼل کیږي او له سرغړونکو سره یې د قانوني چلند خبرداری ورکړی دی. یاد وزارت ویلي، له دې وروسته تر راتلونکو شپږو میاشتو ټول هغه کاني توکي چې په غیر قانوني توګه استخراج شوي، ثبتوي او اړوندو ولایتونو کې د شرکتونو رویالیټي ته په کتو ورته د صادراتو او انتقالاتو اجازه ورکوي. کانونو وزارت خبرداری ورکړی، که دغه موده کې کوم شرکت په غیر قانوني توګه استخراج شوي توکي ثبت نه کړي، بیا د ثبت او انتقال اجازه نه ورکول کیږي. د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره مسوولینو پر کانونو ولاړ اقتصاد ته مخه کړې او غواړي له دې لارې د افغانستان طبیعي زیرمې له قانون سره سم، په تخنیکي او مسلکي ډول راوسپړي او له عوایدو یې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا او رغونه کې ګټه پورته کړي. دلته به په لنډ ډول د افغانستان کانونو او د هغو قانوني استخراج ته اشاره وکړو.
د افغانستان کانونه او د هغو قانوني استخراج
ددې هېواد طبیعي منابع او معدني مواد زښته پرېمانه او متنوع دي، چې ارزښت یې په مادي لحاظ تریلیونونو ډالرو ته رسېږي، خو د کانونو د ارزښت په اړه رسمي ارقام ۱-۳ تریلیون ډالرو یادیږي. البته ارقام تخمیني او قیاسي دي او کم و زیات کیدای شي؛ خو د تنوع له پلوه په افغانستان کې ۱۴۰۰ ډوله معادن او منرالونه تثبیت شوي دي او دا هغه امتیاز دی چې د نړۍ ډیر کم هېوادونه یې لري. همدا غني منابع زمونږ د کاملاً خودکفا کېدو، استقلال، ځواکمنتیا، پرمختګ، د سیمه ییزه مشارکت او ملي ثبات لپاره تر ټولو ستراتیژیکه وسیله بلل کېږي. ددغو کانونو څخه یې ځینې دلته د بیلګې په ډول یادوو چې په هغو کې اوسپنه، سره زر یا طلا، مس، نفت، طبیعي ګاز، د ډبرو سکاره ګټور فلزي مواد، ګټور غیر فلزي مواد، منګانیز، کرومین، سُرب، جست، المونیم، مولبدن، ولفرام، قلعي، بیسموت، ارسینیک، سیماب، نادره عناصر، بریلیوم، لیتیم، سیزیوم، روبیدیم، تانتالیم، نیوبي،کادمیوم، اورانیوم، توریوم، نجیبه فلزات، سلفر، فلوریت، باریت، سلستین، فاسفوریت، اپاتیت، ریشیي تیږه، شګوګل یا ابرک، تالک یا شوکاڼی، مګنیزیت، ګرافیت، ګچ، د خوړلو مالګه، قیمتي ډبرې، لکه لعل، زمرد، یاقوت، لاجورد، کونسایټ، کلسایټ، نفرایټ، کرومایټ، سرپینټین، اشپات، ساختماني مواد او ځینې نورې قیمتي او غیر قیمتې ډبرې دي. لکه مو چې اشاره وکړه، دا ځینې هغه کاني مواد دي چې په نسبي توګه ترینه استفاده شوې. په هېواد کې د دومره پریمانه طبیعي زیرمو او کانونو با وجود افغانستان لا هم له اقتصادي پلوه کمزوری دی. خو د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو استخراج ته مخه وشوه او دغه ملي شتمني اوس د حکومت له لوري په قرارداد ورکول کیږي او استخراج یې روان دی. له عوایدو څخه د هېواد په بیارغونه کې ګټه پورته کیږي. په دې وروستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې له دې وروسته له جواز پرته کان کیندنه غیر قانوني او جرم ګڼل کیږي او له سرغړونکو سره یې د قانوني چلند خبرداری ورکړی دی. دا ټکی ډیر مهم دی، ځکه چې که څوک د کانونو د ایستلو په برخه کې اقدام کوي او قانوني اسناد ونه لري، هغه مجرم پیژندل کیږي. د کابل د تیرې ادارې او له هغه وړاندې کانونه د زورواکانو په لاس کې و، هر یوه خپله سیمه درلوده او کاني مواد به یې استخراج او پلورل، ګټه به یې شخصي جیبونو ته لویده، خو اوس داسې نه ده اسلامي امارت په قانوني او معیاري ډول د کانونو د کیندنې او استخراج له پاره جوازونه ورکړي او هېڅوک ددې اجازه نه لري چې په غیر قانوني او ان په غیر معیاري ډول کانونه استخراج کړي. که چیرې موږ له خپلو کانونو او طبیعي زیرمو څخه په سم ډول او قانوني شکل ګټه پورته کړو، له شک پرته چې افغانستان به د همدې شتمنۍ په برکت، یوه ورځ د نړۍ د پرمختللو او له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ولاړو هېوادونو په کتار کې ودریږي. دا چې کانونه او طبیعي زیرمې د اقتصاد په وده او پرمختګ کې څه اغیزې لري، لاندې یې لولو.
کانونه او پر اقتصادي وده یې اغیزې
کانونه هغه طبیعي زیرمې دي چې اقتصادي ارزښت یې زیات دی او له راایستلو سره یې د عوایدو په کچه کې لوړوالی راځي. دا چې عواید لوړ شول، نو طبیعي خبره ده چې اقتصاد به وده کوي او په هېواد کې شته اقتصادي ستونزې به پای مومي. په ټولیز ډول دافغانستان د ځمکې دوه پر درې برخه په غرونو پوښلې او پاتې برخه یی هوارو دښتو، ریګیستانونو او غونډیو نیولې ده. د دې ځمکې هرې برخې ځانته د خپلو جیولوجیکي ځانګړتیاوو او امکاناتو سره سم طبعي شتمنۍ زیږولې او له خزانو ډکه لمن یې خپلو اوسیدونکو ته د سوغات له پاره ساتلې ده، خو شرط دادی چې دا سوغات به هغه چاته ورکوي چې وړتیا یې ولري . دغه کانونه ډیری یې د لوړ مقیاس او ځینې یې د معدن تر کچې پورې محاسبه او ارزول شوي چې اقتصادي ارزښت یې هم د پام وړ ګڼل شوی دی.
داچې په تېر کې تر خاورو لاندې دې سترې شتمنۍ ته چې کولای شي، افغانستان د پرمختللو او بډایه هېوادونو په کتار کې ودروي، چندان توجه نه وه شوې. کېدای شي لاملونه یې پر هېواد بهرني یرغلونه، په هېواد کې د شته نظامونو ناسم مدیریت، اداري فساد، امنیتي ستونزې او دې ته ورته نور وي؛ خو دا هر څه یوې خوا ته تر ټولو مهمه خبره د ژمنتیا او قوي هوډ ده، که په تېرو حکومتونو کې تعهد او هوډ موجود وای، نو ددې امکان و چې پورتنیو لاملونو ته که ټولو ته نه وي، نو نیمايي ته پای ورکړي او د هېواد له دې شتمنۍ څخه د هېواد په اقتصادي رغونه ګټه پورته کړي، چې داسې ونه شول. خو د اسلامي امارت هوډ قوي او ددې وړتیا یې پیدا کړه چې دا تر خاورو لاندې شتمني په قانوني او معیاري ډول راوسپړي او له عوایدو یې د اقتصاد په رغونه کې ګټه پورته کړي. تر دې مهاله د هېواد په کچه د زیات شمېر لوړ مقیاس کانونو په ګډون زیاتره کانونه په قرارداد ورکړل شوي. له همدې درکه په میلیونونو افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته جمع کیږي. د افغانستان اقتصادي سکټورونه ورځ تر بلې د همدې عوایدو پرمټ پرمختګ کوي او هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې په لور ګامونه پورته کوي.
پایله
افغانستان ډیر کانونه او طبیعي زیرمې لري. افغانستان د طبیعي زېرمو اندازه هغې کچې ته رسېږي چې کولای شي، د نړۍ دا بې وزله هېواد پر یوه شتمن او بډایه هېواد بدل او د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې یې ودروي. اسلامي امارت په بیا ځلي واکمنېدو سره پر کانونو ولاړ اقتصاد ته مخه کړې او غواړي له دې لارې د افغانستان طبیعي زیرمې له قانون سره سم، په تخنیکي او مسلکي ډول راوسپړي او له عوایدو یې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا او رغونه کې ګټه پورته کړي. همدا لامل دی چې اسلامي امارت ټول کانونه په قانوني ډول را سپړي او د تیر په څیر په شخصي ډول کان کنیدلو ته اجازه نه ورکوي. په دې وروستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت خبر داری ورکړی چې له دې وروسته له جواز پرته کان کیندنه غیر قانوني او جرم ګڼل کیږي او له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند وشي. یاد وزارت ویلي، له دې وروسته تر راتلونکو شپږو میاشتو ټول هغه کاني توکي چې په غیر قانوني توګه استخراج شوي، ثبتوي او اړوندو ولایتونو کې د شرکتونو رویالیټي ته په کتو ورته د صادراتو او انتقالاتو اجازه ورکوي. کانونو وزارت خبرداری ورکړی، که دغه موده کې کوم شرکت په غیر قانوني توګه استخراج شوي توکي ثبت نه کړي، بیا د ثبت او انتقال اجازه نه ورکول کیږي. نو له دې جوته شوه چې اسلامي امارت دغه ملي شتمنۍ په قانوني او معیاري ډول راباسي او پر عوایدو یې د هېواد اقتصاد پر خپلو پښو دروي. اقتصادي ځان بسیاینې سره به افغانستان ډیر ژر او په لنډه موده کې د پرمختګ اوږد مزل وکړي.