د افغانستان د رېل پټلۍ پروژې؛ له سیمه‌ییز اتصاله تر اقتصادي بدلون پورې

مقاله

زاهد خان

سریزه
افغانستان چې وچه کې ایسار هېواد دی، د ریل پټلۍ پراختیا ته د اقتصادي بدلون او سیمه ییز اتصال د اساسي وسیلې په توګه ګوري. په وروستیو کلونو کې د ریل پټلۍ له لارې د انتقالاتو د پام وړ زیاتوالی ښيي چې دا سکتور ورځ تر بلې مهم کېږي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ کال د وري له پیله د سلواغې تر پایه پورې د هېواد د ریل پټلۍ له څلورو بندرونو څخه تر پنځه میلیونه ټنه زیات توکي انتقال شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي. دا شمېرې نه یوازې د اوسني وضعیت انعکاس دی، بلکې د راتلونکو لویو پلانونو له پاره هم قوي بنسټ جوړوي.

د افغانستان رېل پټلۍ فعالې او پلان شوې پروژې

اوس مهال افغانستان څو فعالې رېل پټلۍ لري چې له ګاونډیو هېوادونو سره یې نښلوي:

  • حیرتان - مزارشریف کرښه: دا کرښه افغانستان د ازبیکستان له رېل شبکې سره نښلوي او د وارداتو او صادراتو مهم مسیر بلل کېږي.
  • اقینې کرښه: د ترکمنستان له لارې د مرکزي اسیا بازارونو ته لار برابروي.
  • تورغونډۍ - هرات کرښه: له ترکمنستان سره وصل ده او لوېدیځ افغانستان ته مهمه ده.
  • هرات – خواف کرښه: دا پروژه افغانستان د ایران له رېل شبکې سره نښلوي او د صادراتو له پاره ارزښتناک مسیر ګڼل کېږي.

دغه فعالې کرښې د هېواد د وارداتو لویه برخه، په ځانګړي ډول نفتي او غیرنفتي توکي لېږدوي او د سړک له لارې د انتقال پر پرتله ارزانه تمامېږي. سربېره پر دې د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ ځینې پلان شوې ریل کرښې هم شته، چې لاندې ورته لنډه اشاره کوو.

د هرات – کندهار – سپین بولدک دهلېز:

د ریل پټلۍ دا کرښه له هرات څخه تر کندهار او بیا تر سپین بولدک پورې غځېږي، چې دا به د ایران او پاکستان له بندرونو سره د افغانستان مستقیم نښلون رامنځته کړي.

په ۲۰۲۴ کال کې په استانا کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د همدې دهلېز د جوړولو له پاره یو پروتوکول لاسلیک شو. د قزاقستان د پلاوي مشري د هغه هېواد د صدراعظم مرستیال سیریک ژمانګارین کوله. د دې هوکړې له مخې به قزاقستان د تورغونډۍ – هرات – کندهار – سپین بولدک کرښې په جوړولو کې برخه واخلي، چې هدف یې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ ترانزیټي اتصال پیاوړی کول دي.

د افغان - ټرانس ریل ستره پروژه
د راتلونکو پلانونو تر ټولو مهمه پروژه د افغان - ټرانس ریل پټلۍ ده، چې موخه یې د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره نښلول دي. دا پروژه د ازبیکستان، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو برخه ده. د دې پروژې په عملي کېدو سره به د مرکزي اسیا مالونه د پاکستان بندرونو ته په چټک او ارزانه ډول ورسېږي. افغانستان به د ترانزیټ له فیسونو، لوژستیکي خدمتونو او نورو اړونده فعالیتونو په کلني ډول میلیونونه ډالر عواید ترلاسه کړي. همدارنګه به هېواد د سیمې په یوه مهم اقتصادي دهلېز بدل شي.

د واخان دهلېز

ایران څو ځله اعلان کړی چې غواړي د افغانستان له لارې ځان له چین سره ونښلوي. د ایران د رېل پټلۍ اجراییوي مشر جبار علي ذاکري موده وړاندې ویلي وو چې هېواد یې پر داسې طرحې کار کوي چې د هرات له لارې به مزار شریف او له دې ځایه به د بدخشان د واخان دهلېز له لارې له چین سره ونښلي. که څه هم دا طرحه تر اوسه د بحث تر کچې ده، خو د سیمې هېوادونو لېوالتیا ښيي چې افغانستان کولای شي د ترانزیټ په برخه کې محوري رول خپل کړي.

افغانستان ته د رېل پټلۍ پروژو اقتصادي ګټې

۱-  د ترانزیټي عوایدو زیاتوالی:
افغانستان د جغرافیوي موقعیت له امله د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ لنډه لار ده. د رېل شبکې پراخېدل به د توکو د لېږد له پاره ارزانه او خوندي مسیر برابر کړي او هېواد ته به د ترانزیټ له درکه میلیونونه ډالر عواید راوړي.

۲- د سوداګریزو لګښتونو کمښت:
رېل پټلۍ د سړکونو په پرتله د درنو توکو د انتقال له پاره ارزانه ده. د وارداتو او صادراتو د لګښتونو کمښت به د کورنیو تولیداتو سیالي زیاته کړي.

۳-  د کاري فرصتونو ایجاد او سیمه‌ییزه وده:
د رېل پټلۍ جوړول او ساتنه زرګونه مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه رامنځته کوي. همدارنګه، د رېل پټلۍ په مسیر کې د پرتو ولایتونو اقتصادي وده چټکېږي.

۴- سیمه‌ییز اتصال او سیاسي وزن:
کله چې افغانستان د مرکزي اسیا، ایران، پاکستان او چین ترمنځ د رېل دهلېز برخه شي، نو د سیمه ‌ییزو همکاریو په معادلو کې یې اهمیت لوړېږي او سیاسي ـ اقتصادي موقف یې پیاوړی کېږي.

پایله

د افغانستان د رېل پټلۍ شبکې پراختیا یوازې یوه ترانسپورټي پروژه نه ده، بلکې د هېواد د اقتصادي بدلون له پاره اساسي ګام بلل کېږي. د رېل پټلۍ فعالو کرښو لا دمخه د انتقالاتو په زیاتوالي کې خپل اغېز ښودلی او د رېل پلان شوي دهلېزونه کولای شي افغانستان د اسیا په یوه مهم ترانزیټي څلور لارې بدل کړي. که د سیمه ییزو همکاریو، نړیوال ملاتړ او کورني مدیریت ترمنځ همغږي رامنځته شي چې د اسلامي امارت له لوري په دې برخه کې تر ډېره مؤثرې هڅې شوې دي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان کولای شي د رېل پټلۍ پر بنسټ یو فعال، عایداتي او وصل شوی اقتصاد ولري.