معاون اقتصادی ریاست‌الوزراء در مراسم افتتاح تعدادی پروژه‌های بزرگ از سوی عزیزی گروپ اشتراک نمود

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۳:۱۵
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي ګروپ له لوري د څو سترو پروژو په پرانیست‌غونډه کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه د عزیزي ګروپ لخوا د څو سترو خیریه او سوداګریزو پروژو او همدا راز تعلیمي بنسټونو په پرانیست‌غونډه کې ګډون وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د عزیزي ګروپ له لوري په بېلابېلو برخو کې د مهمو پروژو پيل په افغانستان کې د خصوصي پانګونې په برخه کې یو ستر او مهم ګام دی، چې پر مټ به یې هېوادوالو ته نوي کاري فرصتونه برابر شي، بنسټیزو او اړینو خدماتو ته به د خلکو لاسرسی اسانه او په ټوله کې به د هېواد په ابادۍ کې مهم رول ولري. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل، په ټول هېواد کې امنیت تأمین او د لویو اقتصادي پروژو عملي چارې روانې دي او ورځ تر بلې له هېوادونو سره سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې پراخېږي چې په راتلونکي کې به نور ښه زیري هم ولرو. محترم ملا صاحب زیاته کړه: « اطاعت او احترام د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی چې په هر حالت کې به  دوام کوي، د اسلامي امارت ټول فکر یوازې د شریعت پر تطبیق، د هېواد پر ابادۍ او د ملت پر سوکالۍ متمرکز دی.»

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له نړیوالو وغوښتل څو له افغانستان سره مثبت تعامل ته مخه کړي، ځکه اقتصادي او سیاسي فشارونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي. د نړۍ په تاریخ کې ثابته شوې ده چې فشارونه تعامل او اړیکو ته لار نه هواروي، دا چاره ملتونه او هېوادونه نور هم سره لیرې کوي او له ټولو څخه د مناسبو اړیکو اصلي مسیر پاتې کېږي. ښه دا ده چې د منل شوو اصولو په چوکاټ کې د متقابلو اړیکو او تعاملاتو مناسبې لارې غوره شي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي ګروپ مسوولینو ته د یادو پروژو د پيل مبارکي وویله او له ټولو پانګوالو یې وغوښتل چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت دوی ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.

د یادونې وړ ده چې عزیزي ګروپ په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تداوۍ ۴۰۰ بستریز معیاري روغتون، د مور او ماشوم د خوندیتوب لپاره ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځي، د نرسېنګ انسټېټیوټ، طبي پوهنتون او د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پیل کړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۳۳
Background image

جلسه نوبتی کمیته سرمایه‌گذاری بین الوزارتی برگزار شد

جلسه نوبتی کمیته سرمایه‌گذاری بین‌الوزارتی به تاریخ ۲۱ دلو ۱۴۰۴ خورشیدی در قصر مرمرین برگزار گردید. به این جلسه، طرح تخلیه و بارگیری در بندر اسلام‌ قلعه ولایت هرات جهت بحث ارائه شد. با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

محترم ملا عبدالغنی برادر آخند با میرویس عزیزی رئیس عمومی شرکت‌های‌ عزیزی ګروپ دیدار کرد

محترم ملا عبدالغنی برادر آخند، معاون اقتصادی ریاست‌الوزراء، امروز چهارشنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۴ خورشیدی در دفتر کاری‌اش با میرویس عزیزی، رئیس عمومی شرکت‌های‌ عزیزی گروپ و تیم تخنیکی وی دیدار. . .

BACK TO NEWS