د ټاپي پروژې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ارزښت ته کتنه

ټاپي

 

د ټاپي پروژې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ارزښت ته کتنه

 

سریزه

ټاپي یوه مهمه سیمه ییزه او نړیواله پروژه ده چې نه یوازې د انرژۍ د برابرولو په برخه کې، بلکې د هېوادونو د پیوستون، اقتصادي پراختیا او سیمې په ثبات کې ځانګړی ارزښت لري.

دا پروژه د افغانستان د راتلونکې له پاره د ژوند او روح په کچه اړینه او مهمه ده او هیله من یو چې په خپل ژوند کې د دغې طرحې بشپړېدل وګورو.

سیاسي

ټاپي پروژه د خپل ځانګړي جغرافیوي موقعیت له مخې د څلورو هېوادونو، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د همکارۍ او پیوستون زمینه برابروي. دا همکاري په داسې شرایطو کې کیږي چې سیمه د نړیوالو پراختیایي اړیکو پراختیا  او د سیاسي لانجو کمولو ته سخته اړتیا لري.

له سیاسي اړخه ټاپی څلورو واړو هېوادونو ته دا فرصت ورکوي چې په دپلوماسۍ او  ګډې همکارۍ سره د سیمې امنیت ښه کړي. پر دې سربېره افغانستان د یوه ترانزیتي هېواد په توګه په دغه پروژه کې کلیدي رول لري او دا نه یوازې د دغه هېواد دپلوماتیک دریځ پیاوړی کوي، بلکې  د سیمې له اوږد مهاله سولې او ثبات سره هم مرسته کوي.

اقتصادي

 د تاپي پروژه له اقتصادي نظره څلورو واړو ګډونوالو هېوادونو ته لوړ ارزښت لري، ترکمنستان چې په نړیواله کچه د طبیعي ګاز پراخې زېرمې لري د دې پروژې له لارې کولای شي خپل ګاز د هند او پاکستان لویو بازارونو ته ورسوي.

 افغانستان به د ترانزیت د اصلي مسیر په توګه د ترانزیت حق له مالي ګټې برخمن شي چې د عوایدو په لوړولو کې به اغیزناک رول ولري او د هېواد د اقتصادي زیربناوو په پراختیا کې به مرسته وکړي. پاکستان او هند به هم د ګاز د اصلي مصرفوونکو په توګه د خپلو صنایعو له پاره  له دې باورې سرچینې څخه د اړتیا وړ انرژۍ ترلاسه کوي.

ټاپي نه یوازې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لامل کیږي، بلکې کولای شي په بهرنۍ انرژۍ د سیمې تړلتیا راکمه او څلورو واړو هېوادونو ته د تلپاتې پرمختګ لاره هواره کړي.

ټولنیز

ټاپي پروژه د پام وړ ټولنیزې اغیزې هم لري. له افغانستان څخه د ګاز نیل لیکې په تېرېدو سره به دا پروژه خلکو ته د کار زمینه برابره کړي چې دا به د دوی د ژوند له ښه والي سره مرسته وکړي. په ورته وخت کې د هېوادونو تر منځ فرهنګي اړیکي او د تعاملاتو ټینګښت په سیمه کې د ملتونو ترمنځ د پوهاوي  کچه لوړه او  سوله ییز ژوند د دوام لامل ګرځي.

افغانستان به په دې پروژې سره د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د پله حثیبت غوره او  په بیلابېلو ټولنیزو حوزو کې به د اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړي.

 

  دلته به په جلا جلا توګه د «TAPI» پروژې  عواقبو په اړه  چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز د لیږدولو پروژې مخفف دي رڼا واچوو:

ټاپي په سیمه کې د انرژۍ په برخه کې یوه مهمه پروژه بلل کیږي. دا پروژه نه یوازې له اقتصادي اړه دغه هېوادونو ته حیاتي ارزښت لري، بلکې په سیاسي او ټولنیزو اړخو هم ډېر اغیز ښندي.

دا پروژه د افغانستان له پاره روح، ژوند او روښانه راتلونکې بلل کیږي. دا پروژه د ګاونډیو هېوادونو د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي او هیله شته چې بشپړېدل یې د سیمې له ثبات او اقتصادي پراختیا سره مرسته وکړي.

په دې مقاله کې په هر اړخیزه توګه د ټاپي پروژې سیاسي، ټولنیز او اقتصادي اړخونه ارزوو.

۱ – سیاسي اړخ

الف. ترکمنستان: ترکمنستان چې په نړیواله کچه د ګاز ډېرې زېرمې لري د هغه د پلورلو له پاره د بدیلو صادراتي لارو په لټه کې دی. ټاپي ترکمنستان ته دا فرصت برابري چې په خپلو دودیزو بازارونو په ځانګړې توګه روسیې له تکیې کولو خلاص او د سویلي آسیا بازارونو په ځانګړې توګه هند ته لاره پیدا کړي. دا پروژه د نړۍ د انرژۍ په برابرولو کې ترکمنستان د یوه مهم لوبغاړي په توګه معرفي کوي.

ب: افغانستان: له سیاسي اړخه افغانستان دا پروژه د کورني ثبات د ټینګښت او سیمه ییزو همکاریو  د پیاوړتیا  په موخه د وسیلې په توګه کاروي. افغانستان د ګاز لولې د تېرېدو له سیمې څخه ګټه پورته کوي او په عین وخت کې دا پروژه د ګاونډیو هېوادونونو ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو په جوړولو کې هم مرسته کوي.  ټاپي د افغانستان له پاره تر دې کچې اهمیت لري چې بشپړېدل یې یوه لویه ملي بریا او د هېواد د اقتصاد په را ژوندي کولو کې یو غوره ګام ګڼل کیږی.

ج. پاکستان: پاکستان هم له دې پروژې څخه په سیمه کې د خپل سیاسي موقف د پیاوړتیا په برخه کې د وسیلې په توګه استفاده کوي. په دې پروژه کې همکاري به یې نه یوازې له افغانستان او هند سره د دغه هېواد اړیکې ښې کړي، بلکې پاکستان به په سیمه کې د انرژۍ د یوه ترانزیتي مرکز په توګه معرفي کړي.

د. هند: هند له دې امله چې د  انرژۍ واردونکی هېواد دی سخت د بدیلو لارو او سرچینو د موندلو په لټه کې دی. د ټاپی پروژه د هند له پاره یو ښه فرصت دی چې له ګاونډیو هېوادونو سره خپل اړیکي پیاوړې او هم د خپلو کورنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د انرژۍ د باوري سرچینو د چمتو کولو په اړه ډاډمن شي.

 ۲ – اقتصادي اړخونه

الف. ترکمنستان: په اقتصادي لحاظ ټاپي پروژه ترکمنستان ته اجازه ورکوي چې له خپلو زېرمو څخه ډېره استفاده وکړي او له دې لارې خپل عاید لوړ بوځي. دا پروژه همدا راز د ترکمنستان له پاره نوي بازارونه مومي چې نور په خپلو دودیزو پیردونکو له تکیې کولو خلاص شي.

 ب. افغانستان:افغانستان به هم له دې پروژې څخه نه یوازې د ترانزیتي عوایدو د سرچینې په توګه، بلکې د خپلو اقتصادي زيربیناوو د جوړولو او اقتصادي پراختیا په موخه هم استفاده وکړي. دا پروژه کولای شي د افغانستان د انرژۍ برخه پیاوړې او ګاز او بریښنا ته د خلکو لاس رسی ډېر کړي.

ج. پاکستان

پاکستان به هم له دې پروژې اقتصادي ګټه پورته کړي ځکه چې انرژۍ ته سخته اړتیا لري. د ټاپي له لارې د ګاز ترلاسه کول له پاکستان سره د لګښتونو په کمولو او صنعتي پراختیا کې مرسته کوي.

د. هند

 هند به د ټاپي پروژې له لارې په سیمه کې د انرژۍ یوې لویې سرچینې ته لاس رسی پیدا کړي. دا به د دې لامل شي چې هند وکولای شي د انرژۍ په برخه کې خپل لګښتونه کم او په پایله کې اقتصادي وده او صنعتي پراختیا ته چټکتیا ور وبښي.

 ۳ – ټولنیز اړخونه

الف. ترکمنستان: ټاپي پروژه کولای شي په ترکمنستان کې کاري فرصتونه ډېر او د ملي عواید کچه لوړه بوځي چې دا د خلکو د ژوند په ښه والي کې مرسته کوي، په ځانګړې توګه په محرومو سیمو کې به د پانګونې فرصتونه برابر او زیربناوې رامنځ ته کړي.

ب: افغانستان: ټاپي پروژه کولای شي په افغانستان کې په ټولنیزه پرمختیا کې هم رول ولوبوي، د کاري فرصتونو رامنځ ته کول، د عمومي زیربناوو پیاوړتیااو انرژۍ ته د خلکو د لاس لرسي په برخه کې آسانتیاوې د دغه پروژۍ ټولنیزې ګټې دي. همدا راز دا پروژه کولای شي د ګډو ګټو د ترلاسه کولو په موخه د قومي او سیمه ییزو لانجو له  کمولو سره هم مرسته وکړي.

ج. پاکستان:  په پاکستان کې به هم د ټاپي پروژه د زیربناوو په جوړولو، کاري فرصتونو په برابرولو او انرژۍ ته د لاس رسي په ډېرېدو کې مرسته وکړي. دا کار به په ځانګړې توګه په هغه سیمو کې ډېر اغیز وکړي چې له اقتصادي اړخه له پرمختګ محرومې دي.

د. هند: دا پروژه کولای شي په هند کې د لیرې پرتو سیمو په اقتصادي پراختیا کې اغیز رول ولوبوي، ارزانه ګاز ته به د خلکو لاس رسی ډېر شي چې په پایله کې به یې د صنعت چارې پیاوړې او د خلکو د ژوند کچې په ښه والي کې به هم ګټور رول ولوبوي.

پایله

 د ټاپي پروژه د ټولو ښکېلو هېوادونو لکه ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند له پاره  بې مخینې سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ارزښت لري. د افغانستان له  پاره دا پروه د یوه روښانه راتلونکې نښه او حیاتی ارزښت لري چې کولای شي هېواد ثبات او پرمختګ لور ته بوځي. هیله ده چې په نیژدې راتلونکې کې دا پروژه بشپړه شي او په سیمه کې یې مثبتې اغیزې وګورو.