محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

masih_admin
Thu, Jul 09 2026 1:25 PM
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج سیمنټو دویمې لویې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه فابریکه د افغانستان د صنعتي ودې، اقتصادي خپلواکۍ او د کورني تولید د پیاوړتیا په برخه کې مهمه وبلله او ویې ویل، د صنعتي بنسټونو پياوړتیا د بې‌کارۍ په کمولو او د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول لري.

محترم ملا صاحب وویل، افغانستان د طبعي زېرمو او بشري قوې په لرلو سره د صنعتي پرمختګ لپاره پراخ امکانات لري او اسلامي امارت هڅه کوي چې هېواد له وارداتي اقتصاد څخه تولیدي او صادراتي اقتصاد ته بدل کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سیمنټ په هېواد کې د زېربنايي پروژو د رغونې او تطبیق لپاره مهم مواد وبلل او زیاته یې کړه، په کور دننه د دې اړینو ساختماني توکو په تولید سره د وارداتو اړتیا کمېږي، له هېواده د اسعارو د وتلو مخنیوی کېږي او په ورته وخت کې  زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم رامنځته کېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي. د محترم ملا صاحب په خبره، اوسمهال په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، د فساد کچه په بې ساري ډول راټیټه شوې، اداري چارې اسانه شوي او د پانګونې لپاره مناسب او ډاډمن چاپېریال رامنځته شوی دی. محترم ملا صاحب د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د طبیعي منابعو پر سم مدیریت او د حکومت ترڅنګ د خصوصي سکټور او ولس پر ګډو هڅو هم ټینګار وکړ.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو د دویمې فابریکې له ټولو مسوولینو، انجنیرانو او کارکوونکو وغوښتل، چې دا پروژه په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړه کړي.

د یادونې وړ ده چې د جبل السراج سیمنټو دویمه تولیدي فابریکه به په ورځني ډول د پنځه زره ټنه سیمنټو د تولید وړتیا ولري او زرګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه هم برابر کړي. د دې فابریکې د تولید په پيل سره به افغانستان د سیمنټو په برخه کې د خودکفا کېدو پر لور بل مهم ګام واخلي.

Latest news

Wed, Jul 08 2026 2:17 PM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Meets the United Nations High Commissioner for Refugees

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, Deputy PM for Economic Affairs, met today Wednesday, July 8, 2026, in his office with Barham Saleh, the United Nations High Commissioner for Refugees.. . .

Wed, Jul 08 2026 11:42 AM
Background image

The proposals for the construction of two commercial markets in Kabul’s First District were approved

The regular meeting of the Inter-Ministerial Investment Committee was held on July 7, 2026, at the Marmarin Palace. During the meeting, proposals for the construction of two commercial. . .

Tue, Jul 07 2026 1:54 PM
Background image

Environmental Protection Agency's Laboratory Services Management Plan Deemed Approvable

A regular meeting of the Technical Committee of the Economic Commission was held on July 6, 2026, at the Marmarin Palace.

During the meeting, the Laboratory Services Management Plan of. . .

BACK TO NEWS