د کونړ له زلزله ځپلو سره د لیدنې پرمهال د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا:

الحمد لله و کفی و صلاة علی عباده الذين اصطفی أما بعد!

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: الْمُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا

د کونړ ولایت امارتي مسؤلینو او دردېدلی او مجاهد ولسه!

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

د خواشینۍ ځای دی چې د کونړ متدین ولس د زلزلې له امله د ویر په ټغر ناست دی او ډېرو پتمنو کورنیو خپل غړي له لاسه ورکړي، ډېر ټپیان سوي او ډېر کورونه وران سوي دي.

الله ج دې شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله روغتيا او قریبانو ته یې صبر جمیل ورکړي.

زه د اسلامي امارت په نماینده ګۍ ستاسې په دې ستر غم کې ځان شریک بولم.

تاسو ته بهتره معلومه ده چې په تېرو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د سختې زلزلې له امله مو هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه اوړي او زیات شمیر هېوادوال مو پکې شهیدان او کورنه یې وران سول. د امکاناتو د محدودیت باوجود اسلامي امارت د خپلو هېوادوالو په مرسته وتوانېد چې دغو پېښو ته په خپل وخت رسېدنه وکړي. تاسو ته هم ډاډ درکوو چې اسلامي امارت مو ترڅنګ  دی او هر وخت به مو بشپړ لاسنیوی کوي. اسلام موږ ته د ورورولۍ، همدردۍ او د ستونزو په وخت کې د یو بل ملاتړ ښوونه کړې ده. همدا وجه ده چې اسلامي امارت د دې پېښې له لومړیو شېبو راهیسې د مرستې بیړني ټیمونه سیمې ته راولېږل او ستونزو ته د رسېدنې لپاره یې ټول سته امکانات په کار اچولي دي.

دا چې دا هر څه د دې دردېدلي ولس د خواخوږو کسانو په همکارۍ سوي، له ټولو هغو هېوادوالو مننه کوم او کور ودانی ورته وایم چې د شهیدانو د جنازو او ټپیانو د درملنې چارو ته یې رسېدنه وکړه او د بې‌کوره سویو هېوادوالو لپاره یې د سرپناه او د ژوند د لومړنیو ضرورتونو پوره کولو لپاره هڅې جاري ساتلې دي او د امارتي مسوولینو تر څنګ ولاړ دي.

ټولو امارتي مسوولینو ته مو لارښوونه کړې ده چې مرستې راټولې او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو هېوادوالو ووېشي چې په دې برخه کې مختلفې کمېټې ګمارل سوې دي چې شپه او ورځ لګیا دي او کار کوي.

موږ د دې ناورین په وړاندې یوازې د دولت پر امکاناتو بسنه نه سو کولای. دا چې دا یوه لویه او اسلامي وجیبه ده، په هر شتمن، تاجر، سوداګر، د خیریه بنسټونو مسوولینو باندې غږ کوم چې د کونړ له زلزله ځپلو سره مرستې ته را وړاندې سي.

موږ هڅه کوو چې د متضرر سوو سیمو د بیا رغونې لپاره اړین  پلانونه عملي کړو، د کورونو د بیا جوړونې لپاره امکانات برابر کړو او د راتلونکو طبیعي پېښو د تاوان د کچې کمېدو په موخه تدابیر ونیسو.

له ټولو هغو هېوادوالو، ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو څخه چې له زلزله ځپلو سره یې د خپل وس مطابق مرستې کړي او کوي یې، مننه کوو او د الله تعالی له دربار څخه ورته اجرونه غواړو.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په ختيځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته سوو ځاني او مالي تلفاتو په تړاو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او مرستندویو بنسټونو له خوا د خواخوږۍ، غمرازۍ، بشري همکارۍ او مرستو له امله مننه او قدرداني څرګندوي.

په نړېواله ټولنه غږ کوو چې په دې سختو شرایطو کې پر افغانستان لګېدلي مالي او اقتصادي بندیزونه پای ته ورسوي تر څو زیانمنو سویو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې بهیر پر وړاندې سته خنډونه له منځه ولاړ سي.

موږ یوځل بیا په ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو، موسسو او هېوادونو غږ کوو، چې په دغه سخت وضعیت کې د زلزله ځپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او د هغوی سره مرستې وکړي.

همداراز په پای کې بیا هم امارتي مسوولیونو او منصوبينو ته هدایت کوم چې د دې دردېدلي ولس د ژوند د عادي کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او دولتي اړین امکانات په اختیار کې ور کړي.

والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته