اقتصادي کمېسیون؛ کانونو وزارت دې د غوریانو د اوسپنې او تولک د سرپو کان استخراج په قرارداد ورکړي

نېټه: د 2022 کال د اپریل 9مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کانونو او پترولیم وزارت ته د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان او غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان د اکتشاف او استخراج د ترسره کېدو په موخه د قرارداد اجازه ورکړه.

د هرات غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان نږدې ۱.۸ میلیارده ټنه ذخیره لري. د کانونو او پترولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور وايي چې د اوسپنې له استخراج وروسته به پروسس هم په داخل کې کېږي، چې له دې سره به د صنعت وده چټکه او زرګونو خلکو ته به د کار زمینه برابره کړي.

 همدارنګه اقتصادي کمېسیون د تولیدي فابریکو او شرکتونو د کاري ستونزو د خنډ او ځنډ په موخه اړوندو وزارتونو او ادارو ته جدي سپارښتنه وکړه، څو د یادو فابریکو او شرکتونو ستونزې په وخت او پرته له کوم ځنډ حل کړي.

اقتصادي کمېسیون همدارنګه په کور دننه د مالګې د تولید په برخه کې شته ستونزو او د خلکو اړتیا ته په کتو، د کانونو او پترولیم وزارت ته لارښوونه وکړه، څو د مالګې کانونه د مالګې د تولید او تصفیې په موخه کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.